نظــر

د باګرام پوځي اډې پریښودل که د اشغال خاتمه

عاکف مهاجر

د قطر مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له څو پړاوونو مذاکراتو وروسته توافقنامه په دې وشوه چې امریکا به د اشغال پای اعلانوي او طالبان به په راتلونکي کې له افغان خاورې څخه امریکا ته د ګواښ مخه نیسي.

د توافقنامې له مخې باید په څوارلس میاشتو کې دننه امریکا او متحدین یې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي، خو په دغه موده کې به دواړه لوري په یو بل برید نه کوي چې طالبانو همداسې وکړل خو امریکا بیا هم په وار وار له تړون پښې وباسلې او تړون یې نقض کړ خو طالبانو د شریعت په رڼا کې تړون تر بایه نقض نه کړ.

د څوارلس میاشتو په تیریدلو سره امریکا که څه هم ګڼې اډې بریشودې او ډیر سرتیري یې وباسل خو بیا یې هم ۲۵۰۰ سرتیري پاته شول چې وروسته د امریکا نوي ولسمشر دغه نیټه کې تمدید وغوښت او د سپتمبر یوولسم یې د خپل اشغال پایته رسولو نیټه اعلان کړه چې دغه ورځ د امریکا په نړیوال تجارتي سنټر او نورو څو مرکزونو د برید له نیټې سره هم برابره راځي.

د مۍ له لومړۍ نیټې که څه هم میاشت دا ده تیره شوه، امریکا د کندهار د مهمې اډې په شان څو نورې اډې پریښودلې خو اوس یې تازه اعلان کړی چې د باګرام پوځي اډه به هم په راتلونکو دوه اونیو کې بریږدي.

د باګرام اډه چې تر ټولو ستره امریکایي اډه بلل کیږي او د شل کلن اشغال په دوران کې تر نورو اډو ډیر بهرني سرتیري پکې میشت ول، د امریکا د ولسمشرانو په شمول لوړ امریکایي چارواکي هم څو واره همدغې اډې کې کوز شوي او آن افغان ولسمشر اشرف غني یې ملاقات ته هلته وربللی وو، مهمه او استراتیژیکه اډه بلل کیږي.

د روسانو پر وخت هم دغه اډه د روسي ځواکونو لپاره مهمه اډه بلل کیده او اوس د امریکایانو لپاره هم مهمه اډه وه چې هر څه یې له دغې اډې کنټرولیدل اوس یې پریښودل د اشغال د پای په معنا ده اوس داسې معلومیږي چې د دغې اډې بریښودل د اشغال د بایته رسولو به معنا ده او داسې ښکاري چې نور به امریکایي اشغال پایته ورسیږي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

عاکف مهاجر ته،
دا چد د اشغال خاتمه ده ،نو دا جګړه ولی دومره زور واخیست؟په اشغال کی هم دومره تیزه جګړه نه راوانه لکه اوس چه راوانه ده.هسی خلک مه دهوکه کوی ، په دین اسلام باندی تجارت مه کوی،لنډ داسی واویی چه ، پیسه پیسه پیسه ،قدرت قدرت قدرت،

ګل احمد

ځیني عیني شاهدانو له خولې مو اوریدلي دي چي کله د طالبانو د وتلو وروسته بګرام ته د شمالي ټلوالي لنډغر ننوتل نو هممهاله روسي څرخکي راغلې او په بګرام کي یې د خپلو کمانډو عسکرو پلي کول پیل کړل. خو هلته امریکایي خصوصي ځواکونه وختي لا کوز سوي وه. امریکایانو پر روسانو ټکان وکړل. کله چي د روسانو یو څو عسکر وویشتل سول، هغوئ خپل عسکر بیرته پورته کړل او د ټلوالي لنډغرو یې سیل کاوه. کله چي په کندهار کي امریکایي خصوصي ځواکونه د لوی ملا صاحب سرای ته ورکښته سول، نو د ساتونکو د سخت مقاومت سره… نور لوستل »

طاهر ثابت

مهاجر سیب بریک ونیسه. عجله ښه نده.
دبګرام اډه به د ښکاره اشغال په ځای دپټ اشغال مرکز سی. په نامه به دافغانانو په لاس کی وی. خدای خبر چه څومره امریکایی قراردادی قاتلان به پکی میشته وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x