روغتیا

اندونیزیا د پرلپسې دوهم کال لپاره پر خپلو اتباعو د حج بندیز ولګوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): اندونیزیا چې د نړۍ په کچه د مسلمانانو تر ټولو زیات نفوس لري، د کرونا ویروس له کبله پر خپلو اتباعو د حج زیارت د پرلپسې دوهم کال لپاره منع اعلان کړ.

د اندونیزیا هېواد مذهبي چارو وزیر «یعقوب چولیل قوماس» د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، «د کرونا وبا او د حاجیانو د خوندیتوب په پار حکومت پریکړه کړې چې سږکال به اندونیزیایي حاجیانو ته یو ځل بیا د حج اجازه ورنکړي».

د نوموړي په وینا، دا پریکړه یوازې د اندونیزیا لخوا نه ده، هیڅ هېوادونو سهم نه دی ترلاسه کړی ځکه چې د سعودي او نورو هېوادونو ترمنځ د تفاهم تړون لاسلیک کړي، «سعودي حج ته لاسرسی درلودل بند کړي».

د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان په مارچ میاشت کې د سږکال حج لپاره د کرونا واکسینو دوه دوزه لګول اړین وبلل، د سعودي حکومت وویل، هغه کسان چې د کرونا ضد واکسین یې ترلاسه کړي وي په محدود ډول کولی شي د حج ادا کولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

خو د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کرونا ویروس د نوې څپې خپریدو مخنیوي لپاره سعودي یو وار بیا پر بهرني اتباعو د سږکال حج پر بندیز غور کوي.

خبرو اترو ته نږدې دوه سرچینو رويټرز اژانس ته ویلي، چارواکي به یوازې په سعودي کې داخلي اتباعو ته د حج اجازه ورکړي چې د حج څخه لږ تر لږه شپږ میاشتې دمخه واکسین او یا هم له کوویډ-۱۹ ناروغۍ روغ شوي وي.

سعودي په ۲۰۲۰م کال کې هم د کرونا ویروس له کبله پر بهرني اتباعو د حج بندیز لګولی و، د سعودي دا اقدام په وروستي تاریخ کې په لومړي ځل ترسره شو.

باید وویل شي، په اندونیزیا کې تر دې دمه شاوخوا ۲۸ ملیونه کسانو ته لومړی دوز واکسین شوي چې د ټول هېواد یوازې ۴ سلنه نفوس کیږي، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټولې ۱.۸۷ ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوي او ۵۱ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x