افغانستان

په هلمند او جوزجان کي طالبانو دوه قرارګاوي او ۲۳ عسکر نیولي

د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالي او د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالي کي  طالبانو د کابل  حکومت د امنیتي ځواکونو دوي غټي فوځي قرارګاوي نیولي دي.

نیول شوي عسکر
په هلمند او جوزجان کي طالبانو دوه قرارګاوي او ۲۳ عسکر نیولي

د طالبانو له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیره شپه د هلنمد ولایت د ګریشک ولسوالي په یخچال سیمه کي د ملي اردو د فاروق په نوم په لوی کنډک له څو طرفو د لیزري ، سپکو او درنو وسلو پراخ برید وشو، له لنډي جګړي وروسته طالبان توانیدلي چي یاد کنډک په بشپړ توګه ونیسي.
په خبرپاڼه کي زیاته شوي چي په برید کي د کنډک د قومندان حبیب الرحمن کنړي په ګډون اته تنه عسکر وژل شوي او اته تنه نور ژوند نیول شوي دي.
همدا رنګه یوه شوبله ، ۲۷ میله سپکي او درني وسلي او ۴ موټره مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د یوه بل خبر له مخي طالبانو په ورته برید کي د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسولي په علي اباد سیمه کي د دولتي ځواکونو په لویه قرارګاه برید کړی.
د طالبانو ویاند«ذبیح الله مجاهد» رسنیو ته په لیږل شوي پاڼه کي ویلي چي په یاد برید کي قرارګاه په مکمله توګه فتحه شوي ده ، ۸ عسکر پکي وژل شوي او ۱۳ تنه طالبانو ژوندي نیولي دي . همدا رنګه په قرارګاه کي د میشتو عسکرو ۳۰ میله وسلي او ګڼ شمیر مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي .
د ښاغلي مجاهد له قوله په یاد برید کي د دوی ۳ تنه ملګري ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx