روغتیا

امریکا د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو سره د ۲۵ ملیونه دوزه واکسینو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): سپينه ماڼۍ وایي چې امریکا په پام کې لري تر څو یو شمېر اروپایي، اسیایي او افریقایي هېوادونو ته د ۲۵ ملیونه دوزه واکسینو مرسته وکړي.

د سپينۍ ماڼۍ څخه د جمعې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د ۲۵ ملیونو له برخې امریکا ۷ ملیونه دوزه واکسین د افغانستان په ګډون یو شمېر اسیایي هېوادونو ته استوي.

د سپينې ماڼۍ اعلامیه زیاتوي، امریکا په پام کې لري د واکسینو ۸۰ ملیونه دوزه نورو هېوادونو ته هم ورکړي.

د مرستې په لومړۍ برخه کې به د واکسینو ۲۵ ملیونه دوزه شامل وي چې مرکزي او سویلي امریکا، اسیا او افریقا ته به واستول شي، د یادو مرستو ویش به د روانې جون میاشتې تر پایه بشپړ شي.

یاده اعلامیه زیاتوي چې ددې واکسینو څخه به ۱۹ ملیونه د نړیوال کرونا واکسینو اتحاد (COVAX) لخوا چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه په امریکا کې د کرونا واکسینو نږدې ۳۰۰ ملیونه دوزه خلکو ته ورکول شوي، چې ددې هېواد ۵۲ سلنه نفوس یو دوز ترلاسه کړی او ۴۲ سلنه نفوس بشپړ واکسین شوي دي. په یاد هېواد کې د نورو هغو په نسبت د کرونا ویروس پېښې تر ټولو زیاتې ثبتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx