
طالبانو په ملکي خلکو بمبار د کابل حکومت د «وارخطايۍ» وروستی حد وبللو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو «وحشیانه» هوايي برید د کابل حکومت د «وارخطايۍ» وروستی حد بللی او دا برید یې سختو ټکو کې غندلی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا رسنیو ته استول شوې، ددې پېښې د غندلو ترڅنګ یې د کابل حکومت عسکر د جګړې په ډګر کې د طالبانو پر وړاندې په «تېښته» او ناکامۍ تورن کړي او په خبره یې د ولسي خلکو پر وړاندې بیا جرئت مند، بلکې د ملکیانو له وژلو «خوند» اخلي.
طالبانو ددې ترڅنګ چې ددغې پېښې له عاملینو سره د سخت چلند او د خبل مظلوم ولس غچ اخیستلو ګواښ یې کړی، په بشرپالو ټولنو ددې بمبار د غندلو او څېړلو غوښتنه هم کړې ده:«موږ په نړیوالو بشرپالو نهادونو هم غږ کوو چې د دښمن دغه وحشیانه کړنه وغندي، څیړنه يې وکړي او د عاملینو په وړاندې يې دريځ ونیسي.»
باید وویل شي چې نن غرمه د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ په «یخچال» سیمه کې پر ملکي وګړو د دولتي الوتکو هوايي برید کې ۳۰ ملکيان «شهیدان» او له ۸۰ زیات ټپیان شول.