نړۍ

اسراییل: ۷۳ عسکرو ته مو مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): اسراییلي پوځ وايي چې تېره شپه د غزې په تړانګه کې د دوی ۱۳ عسکر وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شويدي.

بل خوا د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګې کتائب القسام وایي چې د دوی په بریدونو کې ۱۵ اسراییلي پوځيان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان شويدی.

قسام همدا ډول زیاتوي چې دوی په اسراییلو یو شمېر توغندي هم ویشتلي دي.

د اسراییلي پوځ ویاندې فرانس پریس ته ویلي چې په غزه کې روانو عملیاتو کې تېره شپه د دوی ۱۳ عسکر وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي..

اسراییلو تر دې دمخه د پنجشبنې په ورځ د خپلو ۵ اسراییلي عسکرو وژل کېدل منلي وه. د حماس جهادي غورځنګ په روان مقاومت کې تر دې مهاله د اسراییلو له خولې ۱۸ عسکر وژل شوي.

تر دې دمخه اسراییلي پوځ ویلي وه چې په غزه کې د دوی ۲ عسکر وژل شوي.

اسرایيل که څه هم خپل تلفات پټوي خو ځينې سرچینې وايي چې په خان یونس کې د اسراییلو ۲ عسکر او غولاني کې د کتائب القسام په یوه کمین کې ۷ اسراییلي عسکر ووژل شول.

د اسراییلو رادیو ویلي چې د روان مقاومت په پایله کې د ټپي شوو اسراییلي عسکرو شمېر ۵۱ ته ختلی. په ټپي شوو کې د غولاني غسان علیان لېوا قومندان هم دی. راپور کاږي چې د ۷ اسراییلي عسکرو صحي حالت مرګونی دی.

اسراییلي رسنیو د د یو اسراییلي رغتون د رییس له خولې لیکلي چې د پنجشنبې د ورځې راهیسې ۱۵۰ عسکر د دوی رغتون ته راوړل شوي.

له هغې وروسته چې اسراییلو په فلسطین ځمکني بریدونه پیل کړل د حماس د اسلامي غورځنګ د مجاهدینو له تندریزو بریدونو سره مخامخ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x