افغانستان

د غزني ولایت دهیک ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لخوا ونیول شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ولسوالیو او دولتي عسکرو د غټو مرکزونو د نیولو په لړ کې طالبانو نن ماسپښین د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ په یو ټویټ کې څرګنده کړې، چې د هیک ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، د ملي امنیت مرکز او ټول دولتي تأسیسات یې په بشپړه توګه نیولي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دولتي عسکر د ولسوالۍ له مرکز څخه «تښتېدلي» او په دې ډول یاده ولسوالي په مکمله توګه د کابل حکومت له ولکې څخه «آزاده» شوې ده.

باید وویل شي چې د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ له مرکز پرته شاوخوا ټولې سیمې لاپخوا طالبانو نیولې وې او یوازې د ولسوالۍ مرکز کې دولتي عسکر کلابند وو، چې نن د جمعې په ورځ د ولسوالۍ له مرکز څخه په شا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Mubarak Shah Ghaziano

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx