افغانستان

طالبانو په زابل او ډایکنډي کې دوې ولسوالۍ نیولې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو په زابل او ډایکنډي ولایتونو کې دوې ولسوالۍ له ټولو دولتي تاسیساتو سره یو ځای تر خپل واک لاندې راوستلې دي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» پر خپل ټویټر لیکلي، چې تېره شپه د ډایکنډي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ او د قدس په سیمه کې ددې ولسوالۍ دیارلس امنیتي پوستې د طالبانو تر واک لاندې راغلې دي او د جګړې په مهال لسګونو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ ګڼ شمېر وسلې هم «غنیمت» شوې دي.

احمدي ددې تر څنګ په یوه بل ټویټ کې ویلي، چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ مرکز او د استخباراتو مدیریت هم د طالبانو لاس ته لوېدلی.

دده په خبره، د شینکۍ ولسوالۍ اوسني مرکز په یوه ستراتيژيکه سیمه کې وو، چې د نوبهار او اتغر ولسوالیو انتقالي مرکزونه هم ځای په ځای شوي وو.

د ډایکنډي د ګیزاب ولسوالۍ د سقوط په اړه که څه هم چارواکو څه نه دي ویلي، خو د زابل سیمه ییزو چارواکو د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط خبرونه تائید کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا غړی «اسدالله کاکړ» وایي، چې امنیتي ځواکونه له اوږده مقاومت وروسته د شینکۍ ولسوالۍ له مرکز په شا شوي او د یادې ولسوالۍ امنیه قومنداني او ورسره تړلي تاسیسات د طالبانو لاس ته لوېدلي.

بل لور ته د زابل د والي ویاند «اسلام ګل سیال» بیا د ځايي چارواکو خبرې ردوي او ادعا کوي، چې شینکۍ ولسوالۍ لا هم د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح القریب کله چه د الله ج نصرت راځی یا راشی فتح نزدی کیږی یا هلته فتح وی. موږ دا پخوا هم لیکلی وه چه د دوحی تړون د حدیبی تړون او د کابل فتح به د مکی د فتح په شان وی چه له مخی یی الهی عدالت او شریعت پلی او په مټ یی اسلام شرق او غرب ته ورسیږی دا تاریخ به یوځل بیا تکراریږی انشالله دا تاریخ له هماغه د اسلامی امارت له اولی دوری شروع شوی مګر الله ج د ځینو جهادی کړنی منلی او هغوی یی جنتو ته میلمانه کړی… نور لوستل »

یو بل مه سره وژنی

بیانزیه کاش ستا لور، میرمن زوی هم پکشی مره کیدلای اوس ته چیرته خلگ چیری تشویقوی؟
دواره طرفه مسلمانان دی کوشش وکه چی جوری او روغی ته خبری وکری نه داچی لا یی وژلو ته و هسوی. طالب هم مسلمان او افغان دی ملی اردو او پولیس هم. کافران مو سیل کوی تاسو سره وژنی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx