افغانستان

میدان وردګو کې یو توپچي کنډک له ټولو عسکرو سره طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو یو توپچي کنډک له ټولو عسکرو او پوځي پرسونل سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ وايي، د چک ولسوالۍ په لنګر دښته کې د «آنتن» په نوم د ملي اردو ځواکونو توپچي کنډک قومندان له خپلو ټولو عسکرو او پوځي پرسونل، ۲ عرادې هاموې او ضربتي ټانګونو، یو پایه ډیسي توپ، ۱۰ دانې د شپې دوربینونو او لسګونو میله سپکواو درنو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.

نوموړی زیاتوي، یاد کنډک په داسې مهال طالبانو ته تسلیمیږي چې ددې کنډک په اته کیلو مترۍ کې د یاد کنډک قرارګاه کې ۳۰۰ دولتي عسکر له ۳۵ عرادې زرې او ضربتي ټانګونو سره یوځای د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره اوسیږي؛ خو ددغه کنډک د خلاصون لپاره یې عملیات نه دي کړي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د چک ولسوالۍ یوې ځايي سرچینې هم دغه خبر تایید کړی او زیاتوي چې له اوږدې کلابندۍ وروسته نن د جمعې په ورځ د انتن پوستې ۲۴ تنه عسکر له یو ډیسي توپ او ګڼو سپکو او درنو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د چک ولسوالۍ لنګر دښته کې «آنتن» په نوم توپچي کنډک وروسته له هغه طالبانو ته تسلیمیږي چې طالبانو دوه ورځې وړاندې یاد مرکز تر سختو توغندويي بریدونو لاندې ونیوه او ویل کیږي چې نن د جمعې په ورځ یې هغوی ته د تسلیمۍ وروستی مهلت ورکړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ طالب فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې د یو کمپاین له لارې دولتي عسکرو ته د تسلیمۍ بلنه ورکړه او هغوی ته یې ښه راغلاست وویل، چې له دې سره د هېواد په مختلفو ولایاتو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو  دولتي عسکرو لړۍ چټکه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Waww. MASHALLA. Victory after a victory. 
Hey Talib Jan, make sure you do not slow down. 
I wish M. M. Omer and M.Dadullah were here with you today. 
TORRI WAHA BARAI BA MOMI
KA BARAI NA WE GHAZIAN TAL JANAT TA ZEENA
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x