نړۍ

دمنځني ختیځ له اندیښنی سره سره عمان له ایران سره عسکري اړیکوته دوام ورکوي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۴) تیره  ورځ دایران دهوایی ځواکونو قومندان جنران حسن شاه صفي اوهمدارنګه دعمان دهوایی قواوو قومندان یحیی بن رشید الجمعه په یوه ګډه غونډه کی ددواړو هیوادونو ترمنځ په عسکري، ساینسي اوتخنیکي ډګرکی دلازیاتي پرمختیا په اړه  باندی ټینګاروکړ.

دایران دهوایی ځواکونو سترقومندان حسن شاه دخپلو خبرپرمهال وویل هیواد یی اراده لري چی په سیمه کی له خپل دوست اوملګري هیواد سره دهوایی ځواکونو مانوري ترسره کړی

نوموړی زیاته کړه دواړه هیوادونه په دی لټه کی دی چي یو له بل سره دځمکنیو اوهوایی قواوو په پراختیا اوښه والی کي مرسته وکړی.

اوهمدارنګه دعمان دهوایی ځواکونو قومندان هم په خپل وار سره وویل، وخت رانژدی شوی دي چي دواړه ګاونډي اودوست هیوادونه یودبل له عسکري اوساینسي تجربو څخه ګټه پورته اودعلم اوپوهی په ډګرکی لاسونه سره ورکړي.

 دوي ورځي وړاندي دعمان دهوایی ځواکونو سترقومندان ښاغلي میجرجنرال یحی بن رشید په څو ورځنی سفرباندی دایران پلازمینی تهران ته ورسیدي.

دیادولو وړ ده چي اکثره خلیجی هیوادونه په سیمه کی دایران له خطرناکو حرکتونوڅخه په ویره کی دي، په خاصه توګه دبحرین اوکویټ په کورنیو چاروکی دایران هیواد ښکاره لاس وهنه، په دي وروستیو کی ځیني خلیجي هیوادونه ایران په دی سي تورنوي چي دکویټ او بحرین هیوادونه په کورنیو چاروکی ښکاره لاس وهنه کوي.

سرچینی وایی ایران کوښښ کوی په پورته ذکرشویو دواړو هیوادونو کی د حکومت مخالفي ډلي دحکومتونو په خلاف راپارولي دي‎، اوایران دی چی دغه خلګ ودی ته هڅوي ترڅو دغوهیوادنو کی ګډوډي او افراتفری رامنځ ته کړی.

اوهمدارنګه متحده عرب امارات ایران باندی تورلګوی چي په دغه هیواد پوري تړلي درو جزیرو باندی یی په زوره ولکه کړی ده، شنونکی وایی دا هغه جزیري دي چي په کال ۱۹۷۱ کی دایران حکومت ورباندي په عسکري قوت سره ولکه کړی وه، ایران له لوري دغه دري سره جزیري له هغه څخه لږوړاندي دایران له لوري وینول شوی کله چي د دیسمبرپه دوهمه نیټه کال ۱۹۷۱ کی څو امارتونو په خپل منځ کي اتحاد وکړ او هغه وو چي اوسني  متحده عرب امارات په جود کی راغلي.

له بلي خوا دایران حکومت دمتحده عرب اماراتو له لوري دهغوی دغه ادعاپه کلکه سره ردوي ګواکی دغه دري سره جزیري دمتحده عرب اماراتو ملکیت دي او ایران ورباندي په زوره ولکه کړی ده، ایران چارواکي وايی دري سره جزیري دایران دخاوري برخه وه او یی به، اود اماراتو له لوري دهغي غوښتني مخالفت هم کوي کوم چي امارات وایی ددغودرو سرو جزیرو قضیه دی دحل اوفصل لپاره دملګروملتونو وټولني ده وړاندی شي.

له پورته بیان شویو اختلافاتوڅخه باوجود متحده عرب امارات په خلیج کی له ایران سره ترټولو زیاتي سوداګریزي اړیکی لري، سرچینی وایی اوس اوس په متحده عرب اماراتو که له ۴۰۰ سوه زره څخه زیات ایراني وګړي  په ډول ډول سوداګریزو اوتخنیکي  دندو بوخت دي.

بخت الرحمن بخت  (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x