افغانستان

طالبانو د نورستان دوآب او منډول ولسوالۍ مرکزونه نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له یوې میاشتې محاصرې او څو ورځو سختو جګړو وروسته تیره شپه د نورستان ولایت دوآب او منډول ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي دي.

د نورستان د ولایتي شورا غړی اسماعیل اتیکان ددې خبرې په تایید سره ویلي، چې د دغو دواړو ولسوالیو محاصره عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د دواب ولسوالۍ مرکز چې له تیرو څو اونیو راهیسې طالبانو محاصره کړی وو، په تیرو څو ورځو کې د طالبانو تر بریدونو لاندې ؤ، چې پرون ناوخته د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب د ولسوالۍ مرکز کلابند دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي او طالبانو تسلیم شوي عسکر له بې وسلو کولو وروسته او بیاځل جګړې نه کولو په شرط خوشې کړې دي.

د دواب ولسوالۍ په مرکز کې د منډول ولسوالۍ انتقالي مرکز هم موجود ؤ، چې هغه هم د طالبانو لخوا  نیول شوی دی.

ویل کیږي چې د دواب ولسوالۍ په مرکز کې لس عرادې رینجر موټر او په زیاته پیمانه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د نورستان ولایت منډول ولسوالي له تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکې کې ده؛ خو دولتي چارواکو د یادې ولسوالۍ انتقالي مرکز د دواب ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړی ؤ، چې هغه هم د طالبانو لخوا ونیول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

مبارک شه ټولو مومنو مسلمانانو ته. زمریو پام وساتی چی د کابل د آذادی نه مخکی مخکی د شمالی ولایتونو د مراکزو نیول دیر ډیر زیات ضروری دی تر څو ## د دوباره صف بندی او انسجام دپاره ځای او وخت دواړه ونلری.

Adam Khan

ZA DA ASIA ZRRAH KI KHOZEDALLY MUSALMAN YAMMA

MA RAZA MARGAYA ZA DARZAMA DARAWAN YAMMA

BABA KHALIS

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx