افغانستان

میدان وردګ: د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دولتي عسکرو سترې قرارګاه سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو یوه ستره قرارګاه طالبانو نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې تیره شپه د نرخ ولسوالۍ اړوند «دورانیو» بازار ته څېرمه د دولتي عسکرو ستره قرارګاه(بیس) نیولی او یاده سیمه په بشپړه توګه ددوی تر ولکې لاندې راغلې ده.

په ورته مهال یوې سیمه ییزې سرچینې هم نن ټکي اسیا ته منلې چې د «دورانیو» بیس تیره شپه طالبانو نیولی او په دې توګه سره د جلریز او نرخ ولسوالۍ ترمنځ لویه لار د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوې ده.

باید وویل شي چې د نرخ او جلریز ولسوالۍ لا پخوا طالبانو نیولې وې او دا مهال د میدان ښار څنډو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه پرته ده او داسې ویل کیږي چې ښايي هلته هم جګړې زور واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ATALLANO, GHAZIANO MUBARAK SHA MASHALLA. Victory after victory. Sallam Talib Jan, make sure you do not slow down. Make sure you follow the instructions of Almighty Allah. Make sure you always read that little pocket book "advice and guidelines" of M.M Omer 3 after morning prayers. Make sure you protect the civilians as you have always done so and as you were advised by M. M. Omer 3. In that little book Omer 3 tells you clearly to protect and look after the civilians and injured ones. Omer 3 is adding and emphasizing that you must treat prisoners with maximum… نور لوستل »

Adam Khan
DA PAK JEHAD AW WALWALO BARAKAT
DA JEGO GHARO AW SAR DARO BARAKT
MULHIDAN PA MANDA MANDA TAKHTI
SHAHADAT PA TAMMA DA MIRANO BARAKAT

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x