افغانستان

بغلان: د جلګې او بُرکې ولسوالیو امنیه قومندانان طالبانو سره نښته کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه د بغلان ولایت د جلګې او بُرکې ولسوالیو امنیه قومندانان له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

د بغلان والي اکبر بارکزي یک تلویزیون ته ددې خبرې د تایید ترڅنګ ویلي، چې د بُرکې ولسوالۍ امنیه قومندان ګلبدین غفوري او د جلګې ولسوالۍ امنیه قومندان لطف الله حقبین په دوه جلا پېښو کې خپل ژوند بایللی؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې تیره شپه د جلګې ولسوالۍ په «ګودري» سیمه کې له دولتي عسکرو سره د نښتې پرمهال یې د برکې او جلګې ولسوالۍ د امنیه قومندانانو ګلبدین غفوري او لطف الله حقبین په ګډون ۱۰ عسکر وژلي، ۸ ټپيان او یاده سیمه یې هم په مکمله توګه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د بغلان په مختلفو سیمو کې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات پیل کړی، د کومې له امله چې زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدحمیدالله عصمت

فکر وکړی جنګ څومره بده پایله لري. دغسې ښایسته ځوانان له دواړو لوریو وړي. او نورې بدبختی را ولاړوي.

تور سپین

چه بد ګرځى بد به پورځى دا مشهور متل دى. که دي ځوانانو دومره عقل او فکر درلوداى نن به يى فاميلونه د غم په ټغر نه واى ناست. دلنډ وختى شان او شوکت دپاره يي يتمان په ثمره کى پاته شول. واى ومره ديو څه د پاره. اوس يى نو نا دا دنيا سول نه هغه دنيا. الله دى پر ورحميږى او خداى دى وکړى چه ددوى مرګ و هغوو نور ته چه د قدرت په نشه کى يى د ارګ دى ډوبيدونکى کښتى ته اوږه ورکړى، ځانونه ځنى لرى کړى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x