ټکنالوژي

فیسبوک پر ډونالډ ټرمپ دوه کاله بندیز ولګاوه، د ټرمپ غبرګون!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر فیسبوک د دوه کالو لپاره بشپړ بندیز ولګاوه.

فیسبوک د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ټرمپ فیسبوک حساب کوم چې دمخه تړل شوی، لږ تر لږه د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې پورې بندیز لګولی دی.

فیسبوک وایي، «ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزو پرمهال د فیسبوک پلیټفارم څخه ناوړه ګټه پورته کړې، او ددې شبکې اصول یې مات کړي چې له کبله یې له بندیز سره مخ شوی دی».

فیسبوک په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د هغو شرایطو شدت ته په پام سره چې د ښاغلي ټرمپ د بندیز لامل شوي، موږ باور لرو د هغه کړنې زموږ د قواعدو او اصولو څخه جدي سرغړونه ده چې زموږ د نوي پلي کوونکي پروتوکولونو سره تر ټولو د لویې جریمې مستحق کیږي».

ښاغلي ټرمپ په غبرګون کې زیاته کړې چې زما پر مخ د فیسبوک تړل د ټولو رایه ورکوونکو سپکاوی دی، هغه یو وار بیا خپله دروغجنه ادعا تازه کړه چې د ۲۰۲۰م کال ولسمشریزې ټاکنې له هغه څخه غلا شوي دي او دوی به چپ پاتې نشي.

مارک زوکربرګ او د هغه میرمنې ددوی په غوښتنه په ۲۰۱۹م کال کې د پخواني ولسمشر ټرمپ سره یوځای په سپينه ماڼۍ کې د ماښام ډوډۍ خوړلې وه.

په دې اړه ټرمپ وویل، «که راتلونکی وخت زه په سپینه ماڼۍ کې وم د مارک زوکربرګ په غوښتنه به هغه او میرمنې سره هیڅکله ماښامی ونکړم، هر څه به یوازې سوداګريز ترسره کیږي».

باید وویل شي، ډونالډ ټرمپ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پر فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر بند دی، څه موده وړاندې خپل شخصي پلیټفارم پرانېست چې په وینا یې له خپلو پلویانو سره به پر لیکه وي. ټویټر د تل لپاره د ټرمپ او د هغه اړوند حسابونه تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

فیس بوک پر بې هویته خلګو باندي شهرت د دوئ د بیي په اندازه پلوري. ټرمپ فیس بوک ته اړتیا نه لري. د افغانستان په اړه چي ده کوم تاریخي تصامیم ونیول، د ده څخه یې د شهرت د شتمني لرونکی تر ټولو بډای شخص جوړ کړ. ده چي کله د ملابرادر اخوند سره پر ټلیفون نیم ساعت خبري وکړې او د صلحي تړون یې ورسره لاسلیک کړ، په افغانستان کي یې د امریکایي منابعو بې ځایه سوځیدل ودرول. دی به په راتلونکي نیژدې وختونو کي د امریکا تر ټولو محبوبو تاریخي شخصیتونو په شمار کي راسي. الله دي د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x