ورزش

راشد خان: د ملي لوبډلې له مشرۍ چې څومره لرې یم ښه یم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشري رد کړې او ویلي چې هغه خوښ دی یوازې د لوبغاړي په حیث د لوبډلې برخه وي.

راشد خان چې اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه د عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره تمرینات ترسره کوي، باور لري چې د لوبډلمشر پرځای د لوبغاړي په توګه ډیر ارزښت لري.

لیګ سپینر راشد خان وویل، «زه په خپل ذهن کې خورا روښانه یم چې زه د یوه لوبغاړي په حیث غوره یم نه د لوبډلمشر». باید وویل شي چې کرکټ بورډ نوموړی د شل اوریزو مرستیال لوبډلمشر په حیث غوره کړی خو لا هم د شل اوریزو لوبډلمشر نه دی اعلان شوی.

«زما لپاره غوره ده چې له لوبډلمشرۍ لرې پاتې شم، زه غواړم د لوبغاړي په توګه د لوبډلې لپاره ښه وځلیږم، زما فعالیت د لوبډلې لپاره ډیر مهم دی، که زه د نورو شیانو (لوبډلمشري) په فکر بوخت شم خپله شته کارکردګي له لاسه ورکوم، زه د مرستیال لوبډلمشر په حیث ښه یم او دا کرکټ بورډ هم درک کړې ده».

د سږکال شل اوریزو نړیوال جام په اړه راشد خان وویل چې غواړم په دغه جام کې د ملي لوبډلې په ګټه غوره استازیتوب وکړم، خو که ماته کرکټ بورډ د لوبډلمشرۍ بوج راپه سر کړي څرنګه چې په کار وي هغسې کارکردګي به ترسره نشم کړی، کرکټ بورډ زما ذهنیت پیژني، خو بیا هم زه د کرکټ بورډ د هرې پریکړې تر شا ودریږم او ستایم یې.

راشد خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ۲۰۱۹م کال کې له نړیوال جام دوه میاشتې وړاندې کله چې کرکټ بورډ د لوبډلمشر د بدلون پریکړه وکړه، د نوموړي په ګډون یو شمېر لوبغاړي یې پر مخ ودریدل او په ډيره روښانه توګه یې دغه پریکړه رد کړه، دغه راز د نړیوال جام پرمهال یې له لوبډلمشر سره هیڅ همکاري ونه کړه، همدا لامل شو چې افغان لوبډلې هیڅ یوه لوبه ونه ګټله.

ددوی د کرکټ بورډ پریکړې دغه مخالفت ددې لامل شو چې یو وار بیا اصغر افغان د لوبډلمشر په حیث وټاکي، خو له هغې نږدې ۱۵ میاشتې وروسته اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای یې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر وټاکل شو. د یادې پریکړې سره سم راشد خان د شل اوریزو مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د کرکټ شنونکي او یو شمېر مینوال پر راشد خان تور پورې کوي چې د تجارتي سیالیو له کبله د ملي لوبډلې مشرۍ ته غاړه نه ږدي.

راشد خان د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په هکله زیاته کړه چې د غوره لوبډلمشر په حیث یې یو شمېر لاسته راوړنې درلودې، د هغه خلا ډکول به د کرکټ بورډ لپاره ستونزمنه وي، خو د نوي لوبډلمشر سره به زموږ همکاري مله وي، «موږ هر یو خپل مسئولیت پيژنو او د یوې لوبډلې په توګه د لوبډلمشرۍ په حیث ډیر سوچ نه کوو».

باید وویل شي چې د راشد خان په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې ګډون لپاره عربي اماراتو ته تللي دي، دغه سیالۍ به د جون په نهمه په ابو ظبي ښار کې پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x