افغانستان

بادغیس کې د سړک غاړې ماین چاودنې یوولس تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر لسو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د بادغیس والي «حسام الدین شمس» وایي، نن له غرمې وروسته پنځه نیمي بجې شاوخوا د ابکمري ولسوالۍ اړوند «ګنداب» نومي سیمه کې پر ولسي وګړو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یوولس تنه وژل شوی.

د نوموړي په خبره، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان، څلور ښځې او څلور نارینه شامل دي.

ورته مهال د ابکمري ولسوالۍ ولسوال «خداداد طیب» بیا وایي، چې پېښه د یادې ولسوالۍ په چالانک کلي کې رامنځته شوې او ماین د طالبانو له لوري ځای په ځای شوی و.

طالبانو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حتمآ به دا مین حکومتی کسانو خښ کړی وی د طالبانو د ټانګونو په خاطر ځکه چی پدی لاره د طالبانو ټانکونه هر وخت تیریږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx