افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د سي آی ای د پلاوي په ملتیا افغانستان، قطر او سیمې ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سي آی اې، ملي امنیت، دفاع وزارت او یوایس ایډ د استازو په ملتیا کابل ، دوحې او سیمې ته په سفر روان سو.

په کابل کې به یاد پلاوی د افغانستان د حکومت، سیاسي مشرانو او مدني ټولنې د نمایندګانو او ښځینه ټولنو د غړو سره وګوري، تر څو د سولې د پروسې په اړه ددوی نظرونه واوري.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغو لیدونو هدف به دا هم وي تر څو امریکا د افغانستان د پرمختګ او داسي سیاسي جوړجاړي پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړي چې جګړه پایته ورسوي.

د خبرپاڼې سره سم په دوحه کې به خلیلزاد خپلو کوششونو ته دوام ورکړي تر څو دواړه لوري تشویق کړي چې د سیاسي جوړجاړي په برخه کې چټک او داسي ملموسې لاسته راوړنې ولري چې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې هم خوندي سي.

او په وینا یې خلیلزاده به د سیمه ییزو هیوادونو د چارواکو سره هم لیدنې وکړي تر څو د افغانستان د سولې پروسې به اړه خبرې ورسره وکړي او هغه احتمالونه به هم ورسره بحث کړي چې د سولې وروسته به د تجارت، اقتصاد او پرمختګ په برخه کې سیمه ځیني برخمنه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x