
د تېر کال پرچه….!
جلال الدین تاجوال
موږ چې کله په پوهنتون کې وو، د امتحانونو په نزدې ورځو کې به مو کوشش دا و چې څنګه د تېر کال پرچه پيدا کړو، ددې کار هدف دا و چې يو خو د استاد د سوال جوړولو طريقه رامعلومه شي چې څنګه او له کومه ځايه سوالونه راوړي او بل دا امکان هم و چې پرچه بيخي بدله شوې نه وي او د تېر کال سوالونه يې بيا راوړي وي.
نو اصل خبره مې دا کوله چې نن مې د يو څو صحابه کرامو(له ټولو دې الله راضي شي) سيرت مطالعه کاوه نو دا راته معلومه شوه چې د ستر ذات په قوي امتحان کې د کاميابۍ لپاره دا پرچه ده چې دغو معززو څنګه امتحانونه ورکړي او څنګه کامياب شوي دي.
دغه طریقه سوالونه او پارچه تر قیامته د لوړږ او حقيقي کامیابۍ معیار دی، زه ددې کاراهل نه یم چې د اصحاب کرامو صفات داسې وليکم لکه څنګه چې حق وي، خو خواهش مې له هر مکتبي وروره، محصل وروره، طالب او هر لوستي وروره دادی چې که هر څومره مصروف یاست د دین زده کړې تر څنګ د صحابه و سیرت خامخا مطالعه کړئ، دوی چې څومره فهم ددین حاصلولو په هغه عمل کولو، دوی له الله جل جلاله سره واقعي او هغه حق تعرف لرلو، دوی له رسول صلی الله عليه وسلم او اسلام سره اخلاص لرو، محبت یې لرلو، دغه مقدسات او حدود یې سره کرښه و.
اللهم انى اسئلک حبك وحب حبيبك وحب من يحبك وحب عمل يقربني الي حبك