افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد له غني‌ سره د افغان سولې او د کابل-واشنګټن پر اړیکو خبرې کړې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ «زلمي خلیلزاد»  په ارګ کې له اشرف غني سره لیدلي‌ او د افغان سولې او اړوندو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ارګ وايي،‌ په دې لیدنه کې د افغان سولې او د افغانستان-امریکا د اړیکو د نوي فصل په تړاو خبرې شوې دي.

خلیلزاد چې سیمې ته یې تازه سفر پیل کړی،‌ په اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له نوموړي سره په دې سفر کې د امریکا د ملي امنیت شورا، د امریکا د پراختیایي ادارې «USAID» او د امریکا د دفاع وزارت پلاوي‌ هم ملتیا کوي، چې قطر، افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته به ولاړ شي.

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد به په کابل کې د ښځو او د نورو بېلابېلو اقشارو له استازو سره وویني‌، د افغان سولې په تړاو به د هغوی نظر واخلي او د پراختیایي مرستو او د سیاسي‌ جوړجاړي د تامین‌ په برخه کې به د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو لورو مذارکراتي‌ ټیمونه وویني، هغوی به جدي‌ مذاکراتو ته وهڅوي او د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره به د افغان سولې‌ په تړاو بحثونه وکړي.

دغه سفر داسې مهال دی، چې د جدي مذاکراتو د پيلېدو لپاره هڅې چټکې شوي‌ دي‌ او د دواړو لورو مذاکراتي‌ ټیمونو د معنا داره خبرو پیلولو ته چمتووالی ښودلی.

د کابل حکومت مذاکراتي‌ ټیم هم له کابله دوحې ته تللی او ښایي په نږدې ورځو کې خبرې به بیا ځلې پيل شي.

ورته مهال له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x