نړۍ

حماس: که اسرائيلو بيا يرغل وکړ، دا ځل به د منځني ختيځ «عربي نړۍ» نقشه بدله شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د حماس جهادي غورځنګ رهبري مشر يحيی السنوار ويلي، چې اسرائيلو غوښتل د فلسطين مقاومت وځپي، خو د فلسطين مقاومتي ډلو په خپلو لږو امکانانو اسرائيل مات کړل.

نوموړي خبرداری ورکړی، که داځل اسرائيلو يرغل وکړ او جګړه ونښته، نو دې سره به د منځني ختيځ نقشه بدله شي.

د يحيی السنوار په وينا د اسرائيلي يرغلګرو په بریدونو کې د ټولو جهادي ډلو ۹۰ جنګليالي شهيدان شوي په داسې حال کې، چې دوی غوښتل لږ تر لږه لس زره کسان شهيدان کړي.

د حماس دغه مشر په غزه کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې له اسرائيلو سره يوولس ورځنۍ جګړه د حماس لپاره د پوځي ځواک او وړتياوو د ښوولو ښه چانس و او دوی په کې بريالي وو.

نوموړي دا هم ويلي، چې د عرب دولتونو له لوري له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو اسرائيل نور هم وهڅول، چې پر غزه يرغل وکړي.

د منځني ختيځ نقشه به بدله شي

د حماس مشر يحيی السنوار ويلي، چې د فلسطين د ازادۍ تنظيمونو اتحاد بريالی دی او اوس به د حماس او حرکة الجهاد الاسلامي په شمول ټولو ډلو ته په کې استازولي ورکړل شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که دا ځل له اسرائيلو سره نښته رامنځته شي، نو دې سره به د منځني ختيځ نقشه بدله شي.

دی وايي، چې حماس له اسرائيلو سره په تېره نښه کې له پنځوس سلنه څخه خپل لږ ځواک کارولی دی او د ټولو هڅو او دسيسو سربېره يرغلګر دښمن په دې نه دی توانېدلی، چې د بیت المقدس او شيخ جراح سيمې حقيقت بدل کړي او يا هم د فلسطينيانو تر منځ له شته اختلاف څخه ګټه پورته کړي.

اسرائيلو ته مو روښانه کړه، چې په کوچنۍ کچه جګړه څنګه وي؟

يحیی السنوار وايي، اسرائيلو غوښتل، چې حماس او ټول جهادي تنظيمونه له منځه يوسي او غزه څو لسيزې وروسته شاتګ ته اړ کړي، خو پایله يې د اسرائيلو په ناکامۍ تمامه شوه.

ښاغلي سنوار زياته کړې، چې دوی څو ځل پر سمندر د خپلو توغنديو ازموينه کړې او دا اړينه وه، چې دوی په دې اړه خپلې مانورې وکړي او دا کار يې د خپلو پوځي وړتياوو د ساتلو او ښوولو لپاره کړی او اسرائيلو ته يې روښانه کړه، چې په کوچنۍ کچه جګړه څنګه وي.

د غزې بيا رغونه

د غزې د بيا رغونې په اړه د حماس دغه رهبري مشر ويلي، د ټولو هغو ډلو لپاره د دوی دروازې پرانيستې دي، چې د غزې بیا رغونه کوي او دوی به ورسره په هر ډول اسانتياوو برابرولو کې مرسته وکړي.

هغه دا هم ويلي، چې د غزې د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې بوديجه به د حماس او مقاومت لپاره نه کارول کيږي او دوی به هېڅکله د غزې د کمزوري کولو او يا ځپلو اجازه چا ته ور نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې مې مياشت په ۲۱مه اسرائيلي يرغلګرو پر غزه برید وکړ، د حماس او اسرائيلو دغې جګړې ۱۱ ورځې دوام وکړ، چې د مقاومتي ډلو سربېره په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون۲۵۰ کسان وژل شوي وو.

حماس، حرکة الجهاد او نورو جهادي ډلو پر اسرائيلو زرګونه توغنديز بریدونه وکړل، چې بالاخره امريکا، ملګري ملتونه او عرب دولتونه اړ شول، چې د مقاومت او اسرائيلو تر منځ اوربند لپاره هلې ځلې وکړي او بالاخره د مصر په منځګړيتوب اوربند وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د حماس جنګ له اسرایلو سره پدی معنی چی سړی خپله کونه د غوایی له ښکر سره په جنګ واچوی.

طاهر ثابت

دا ستا هغه دماغی حالت ښیی چه ته تر مسلمانو په کافرو رضایت لری. ستا ملکری کافر دی او دمسلمانو څخه زیات نفرت لری.
نو طوطی خانه دکوم کافر خیرات خوری؟ کمونست یی او که خالی دماغه؟ یا هغه کس چه هم لمونځ کوی او هم دخدای دبندګانو دښمن.
خدای دی هدایت درته وکړی

Ayesha yousufzai

ډیر قدرمنو وروڼو! اوّل خو داسی الفاظ استعمال کول ن دہ پہ کار چی ستاسو تربیت تہ پری گو تہ ونیول شی دوئم دا چی اسرائیلیان کہ ډیر ھم طاقتور دئ خو مونږ‎ د رب بندگان دی ۔ د رب زور نلری ۔ جھاد د دنیا او تاریخ پہ ھر وخت چی بری موندلئ نو د وسایلو پہ زور یا د پیسو او خلکو پہ پریمانی یی نہ بلکہ د ایمان پہ قوت او د اللہ پہ نصرت یی برئ معندلئ دئ۔ او دریمہ خبرہ دا چی مسلمانان بہ چی کلہ دجال او اسرائیل تہ شکست ورکوی نو مسلمانان بہ… نور لوستل »

غ. حضرت

طوطی ساب باید دا ټکئ په نظر کی ولری چی:
دا ډول خبری د هغو کسانو له درک څخع ډیری لوړی دی کوم چی یو وخت ئې د شوروی او د اکتوبر او ثور او جدی د نه ماتیدونکی! قدرت په هکله هم همدا ذهنیت درلود.

طوطی

غ ـ حضرت ته: ګوره یار الله ج وایی چی قوت چی لری د دښمن په مقابل کی استعمال کړه، ته چی وسایل نلری خوار یی، بیوزله یی محتاج یی دا څه معنی؟ د غوایی له ښکر سره جنګ اچول ندی څه دی؟ زه خو بیسواده عامی سړی یم فکر کوم د سورت الانفال ۶۰ آیت دی ورشه مراجعه وکړه. تاغوندی مسلمانان به هم پدی دنیا ذلیله او ناتوانه وی او هم به په هغې دنیا. له اسلام څخه مو د وحشت څیره جوړه کړی چی هر څوک ور څخه تیښته کوی. پیامبر ص چی مهاجرت وکړ بیا ورسته له… نور لوستل »

محمد صالح

ګوره طوطو ځوانه دلیل پر فلسطینیانو وایې او تطبیقوې یې پر افغانانو. وروره د افغانانو جګړه د فلسطینیانو تر جګړې ډېره بریالۍ ده. نه وینې چي د یوه طالب په مقابل کي هره ورځ یو درزن امنیتي ځواکونه وژل کیږي. د افغانستان د سپیڅلي جهاد په اړه دي خپل فکر بدل کړه که نه خوا درڅخه بدوم.

غ.حضرت

خبره خو دا ده چی:
د ” شوروی ” ماتی خوړونکو مُریدانو ( خصوصاً د نجیب ګاؤ مُریدانو ، د ریاض تقاعد سوی سلفیانو، د مغرب زمین پر لیبرال دموکراسی مفلوکو مَیَنانو ، د پلاسټیکی پښتونولۍ مدعیانو او پلاسټیکی وچو تاجک تبارانو او…. یو بل ته لاسونه سره ورکړی او د نړیوال صهیونیزم او د فلسطین د غاصبینو د کاذبو اوښکو په پاکولو لګیاء دی.

محمد صالح

وایي چي جنرال دوستم په خپله بیانیه کي وویل چي دا مردم لوده په ما پسي تبلیغات کوي چي دوستم تر دریمي ټولګي مکتب ویلی دی. خو زه ورته وایم چي اې بې عقلانو ما تر څلورم نه تر شپږمي ټولګۍ پوري مکتب ویلی دی. نو اوس هم دې یحیا نصوار ته څوک ووایي چي ۹۰ جنګیالي هم اوس یو لږ عدد نه دی او ملکي وګړي دي څومره قرباني کړل، څومره تعمیرات ونړیدل. او دا دي هم نه دي ویلي چي یهود دي څومره تعداد ووژل. که غواړې چي مقامت دي بریالی سي نو حد اقل باید د دښمن… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx