ارواښاد خالص بابا (رح)

خالص بابا د اصيل ثقافت ترجمان

لیکوال: لطف الله خيرخوا

کالم: نکات

په انساني ټولنه کې د انساني قضاياو په اړه د ټولنې د وګړيو برخورد د هغوی د معنوي حواسو روزنيز شاليد پورې اړه لري. هر وګړی بيا د خپل فهم او برداشت په تناسب نظري او عملي اظهارات لري. موخه دا ده، چې يو انسان څنګه له پاخه دريځ سره طبيعتا بې له کوم تکلفه په تعاملي معيار برابر خيژي؟ او بل ولې بيا ان د يوې درنې قضيې په اړه له فرصت او ملاتړ سره سره هم په تول پوره نه خيژي؟

د انسان عقل، زړه او وجدان چې له ماشومتوبه د خپلو مشاهداتو او مطالعاتو په ذخيره کې څه له ځان سره ساتي او ورسره کرار کرار رالوييږي، همدغه ذخيره د انسان فهم ځېږوي او انسان ورنه طبيعتا په تعامل مجبور وي!

موږ د افغانانو په توګه د خپلې اوږدې قضيې په اړه پورتني ډوله خلک په کراتو مراتو وليدل، خو له بده مرغه چې زموږ د قضيې ډېری مدعيان د دوهمې کټګورۍ خلک دي. موږ که د خپلې قضيې لپاره د لومړۍ کټګورۍ او په تول پوره خلک لرلی، شايد د ډېرو احسان فراموشانو عقل له ځايه حرکت نه وی کړی، خو نه مو لرل او بيا هم له بده مرغه چې زموږ د قضيې هفته پامو مدعيانو زموږ اتلولي زموږ په ماته او شرم تمامه کړه.

استعماري نهنګان له فزيکي هجومه وړاندې ثقافتي حصارونه په ډېره مرموزه او ترهوونکې بڼه نړوي، ځکه چې له همدې حصارونو داسې افاقي عقلونه او فهمونه توليديږي، چې بې له کومو فاحشو ملاحظو د استعمار په وړاندې مقومت رهبري کولی شي.
د روسانو پر ضد چې جهاد پيلېده، نو له فکري پلوه د ثقافت حصارونه نړېدلي وو، که څه هم دومره تومنه وه، چې ايله پرې د سره هجوم مخه ډپ شوه، خو هغه ثمره چې بايد له دې درانه او ځوروونکي اخ وډبه اخيستل شوی وی، له لاسه ووته، ځکه چې د کمونستانو د بې باکه ثقافتي هجوم په مقابل کې د دې ځای د اصيل ثقافت ترجمانه رهبري يوازې د ايکي يوه مولوي خالص په موقف مجسمه شوه. نور خو يا د ځوانۍ لنډپاره موقفونو څملول يا په سپينه ږيره د رياکارۍ او مهمل سياست مرض ووهل او بې له کوم تردده ويلی شو، چې تېر جهاد همدې بې ثقافتو پيکه کړ!

افغان قضيه او د مداخلې تر بريده دوستي

د تېر جهاد جريان کې افغانستان ان د هر مکتبِ فکر د مخکښانو د هيلې ځای و، په دې معنا چې هر چا په کې د خپل طرز فکر حاکميت ته اوبه خړې کړې وې، ځکه چې زموږ په عمل کې د اصيل ثقافت انعکاس نه و. دوستي پر خپل ځای، خو که د اسلامي تصور پر بنسټ او د دې ځای د زيږه کلچر له مخې په موضوع پوه وای، پر ځان متکي وای، پر موقف ولاړ وای، صريح او قاطع وای او ذات البيني اتفاق وای، نورو سره يوازې د هغوی د مسلمه حقوقو په اړه معترف وای، ولې به انډوخر ته لار هوارېده او ولې زموږ د سوبې کرېډټ نورو اخيست؟ ولې به پروني اتلان د نړۍ د ټيټې کچې او بې روحه دولت خدمتګاران وای؟ ولې به دومره سپک وای چې ايله هر کس وناکس ته ايله د جرمونو د ځوابونو په لټه کې شي؟

له بده مرغه چې د دې مختورنو تر منځ هغه روڼ مولوي خالص هم يوازې تر ساده لمانځلو تقديريږي…هغه مولوي خالص چې د يوه مکتبِ فکر تر بريده نظريات لري… د استاد يار رحمه الله هغه اډيو وينا مې هر وخت غوږونو کې ازانګې کوي، چې : کاش موږ له لومړي سره دا تفکيک کړای شوی چې کوم رهبر په ملګرتيا ارزي، اوس يوازې يو ارمان کوو، چې کاش د مولوي خالص ملګري وی.

مولوي خالص او د افغان قضيې ژورتيا

مولوي خالص که د دې ځای د اصيل ثقافت له مخې په اصل ميدان کې له دښمن سره سترګې مخامخ کولې، شايد يوه موخه يې دا هم وه، چې ملګرو ته وښايي، چې د موضوع ژورتيا يوازې تر هجرت او غره پناه کولو پورې نه ده، بلکې تر دې وړاندې د سر په بدله ساتنې ته اړتيا لري او هجرت د دې لپاره چې د قوي دښمن په مقابل کې مجاهد د کر وفر چانس ولري. اوس سړی پوهيږي؛ هغه رهبران چې د پېښور رڼاګانو کې له دوه سوه بارديګاردانو سره هم لړزې نيولي وو، نه پوهېدل چې موضوع څه ده او سړی تر کومه بريده لاړ شي؟

مولوي خالص که د سپينې ماڼۍ زاړه صليبي ته د اسلام دعوت ورکاوه، نو د هغه د مسلمانولو سر بېره يې شايد دا پيغام هم رسول غوښتل چې : ای مجاهدينو! دا خلک له دومره ظاهري اخلاص سره سره بيا هم زموږ نه دي او ستر تضاد شته!
هغه له اولې ورځې په دې پوه و، چې روسان او امريکان له دومره ستر تضاد سره سره د افغانستان او مسلمانانو په اړه څه مشترکات هم لري. هغه د مسلمانانو د صف توحيد ته زيان رسول، په افغانستان کې د اسلامي حکومت د قيام مخه نيول، په سيمه کې د پاسته فکر پياوړي کول او جهادي فکر تشويه او کمزوري کول دي.

د پورتنيو مشترکاتو لرل وو، چې امريکا او روسانو د ملګرو ملتونو د پروسو لاندې هم د قضيې خلک ورک کړل او هم يې وشرمول، حيثيت او رول يې ورته ناقص رابرسېره کړ، داسې شخړې يې واچولې، چې ظاهرشاهي او کمونيستي دوره يې د خلکو ارمان کړه!
که د بابا د هغه وخت بيانيې او اعلاميې ووينو، يوه ناره په کراتو مراتو کوي، چې : د قضيې خلک مجاهدين دي. د هيچا پروسې نه منو. مجاهدينو باندې غږ کوي، چې ای خلکو راځئ چې يو لاس يو موټی شو، په خپله د خان غم وخورو ګنې د خلکو د خندا کيږو، که بيا کفر حاکم شو، بېرته به په صفر ودرېږو، خو د دې غريب ملا په اذان چا اودس کاوه؟

دغه دی، هر يو د تېرې مهملۍ سزا ويني او مولوي خالص به ان شاءالله شهداء صالحينو کې شمار وي!

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میرویس بارکزی
ایډیټر

له بده مرغه چې د دې مختورنو تر منځ هغه روڼ مولوي خالص هم يوازې تر ساده لمانځلو تقديريږي…هغه مولوي خالص چې د يوه مکتبِ فکر تر بريده نظريات لري

ورک اففان
میلمه
ورک اففان

هاههاها، خانه ته داسې لګیا یې لکه کوم پیغمبر خلکو ته ورپيژنې، د مولوی خالص حاضر جوابي پخپل ځای، نور خو غریب په ټک هم نه و خبر، ته خو خالص خبره کوې، خانه ته ما ته دا و وایه چې کوم جهاد دوی شروع کړی وو، آیا هغه له اسلامي قوانینو سره سم وو؟ اسلام چې د جهاد کولو کومه لار ښوولې وه، هغه همدا وه؟ هیڅ کله هم نه. ####

ورک اففان
میلمه
ورک اففان

مدیره، هر څوک چې یې، که د بیان آزادۍ ته ژمن یې نو خپور کړې، خو ګمان مې نه راځي، ####

ورک افغان
میلمه
ورک افغان

ما ویلې چې د خدای ### یې، کومې خبرې چې ستا غلط مقصد ته زیان رسوي، ولې به یې خپروې، نیمې دې خپرې کړې او نیمې دې پریښودې. ###