افغانستان

طالبانو د غور شهرک او د فاریاب قیصار ولسوالۍ ونیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي او سرچینې وايي، چې له سختو جګړو وروسته طالبانو نن د یکشنبې په ورځ ناوخته د غور ولایت شهرک او فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ مرکزونه نیولي دي.

طالبانو تیره شپه د غور ولایت ولایت شهرک ولسوالۍ ک د نظم عامه پولیسو په قرارګاه لومړی موټربم چاودنه او ورپسې د لیزري وسلو بریدونه وکړل، چې له امله یې یاده قرارګاه سقوط، ۱۰ دولتي عسکر او ۹ نور ټپیان شول او ترڅنګ یې په لسګونه میله سپکه او درنه وسله د طالبانو لاسونو ته پرېوتله.

د دغې قرارګاه د سقوط په تعقیب طالبانو نن د ورځې په جریان کې د شهرک ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او پاتې دفاعي پوستو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، چې له امله یې نن مازدیګر د یو جوړ جاړي له مخې دولتي عسکرو د ولسوالۍ له مرکز څخه په شاشول او د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او مرکز په شمول ټول دولتي تأسیسات طالبانو ونیول.

طالبان د غور ولایت شهرک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې
طالبان د غور ولایت شهرک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې

د غور ولایت امنیتي چارواکي که څه هم د شهرک ولسوالۍ د سقوط په اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو په ولسي جرګه کې د غور ولایت استازي کرام الدین رضا دغه خبر تایید کړی او زیاتوي چې هلته کلابند عسکر د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته په شا شوي دي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې طالبانو د شهرک ولسوالۍ له نیولو وروسته ددې ولایت په تولک او دولینه ولسوالیو بریدونه پيل کړي، چې دا مهال هلته سخته جګړه روانه ده.

له بل پلوه د غور ولایت د امنیه قومندانۍ مسئولین بیا ادعا کوي چې نن مازدیګر ناوخته مرکز فیروزکوه ته لسګونه تازه دمه کمانډو عسکر رسېدلي او ډیر ژر به په شهرک، تولک او دولینه ولسوالیو کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي.

د غور له ګاونډي ولایت فاریاب څخه هم تازه رارسېدلي راپورونه وايي، چې طالبانو نن ماښام د قیصار ولسوالۍ مرکز نیولی او ۵ تنه عسکر یې په ټپي حال کې اسیران کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره شپه د قیصار ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټربم چاودنه او ډله ییز برید وکړ، د کومې له امله چې د امنیه قومندان سیف الرحمن «دهزاد» په ګډون ۱۴ عسکر مړه او ۳۷ تنه نور ټپیان او د طالبانو لخوا اسیران شول.

نن غرمه هغه عسکر چې د ولسوالۍ په ښاروالۍ کې یې سنګر نیولی وو، د مرستندویه ځواک نه رسېدو له کبله طالبانو ته تسلیم شول، چې ورپسې طالبانو د ولسوالۍ په تعمیر خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او نن ماښام وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي.

د قیصار ولسوالۍ ۳۰۰ کلي لري، چې یوازې د کوهي کلی او د ولسوالۍ په لویدیځ کې د ملي اردو کمپ د دولتي عسکرو په ولکه کې دي او پاتې ټوله ولسوالي او کلي د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ مرکز
د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ مرکز

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې طالبانو دا مهال د ولسوالۍ لویدیځ لور ته د ملي اردو کمپ ته قومي مشران لیږلي ترڅو له جګړې پرته وسله پر ځمکه کیږدي او په بدل کې خپل ځانونه وژغوري.

باید وویل شي چې طالبانو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ولسوالیو په مرکزونو او سترو دولتي قرارګاوو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې تر دامهاله یې له شلو زیاتې ولسوالۍ او سترې قرارګاوې نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Watch and listen.  Hard to predict a future like this.

https://www.youtube.com/watch?v=Jg7F0eXCgIQ

It looks like he was receiving direct messages from Almighty ALLAH.  
I do not think Gibrail was there in the middle.
طوطی

طالبان چی کوم ځای نیسی هلته باید مشخصی قواوې چی څیری یی د سړیو په شان وی او خلک ورڅخه ویره ونکړی مؤظف کړی تر څو خلک ورسره همکاره شی او همداسی عامه تاسیسات د نور خلکو لخوا چور او چپاول نشی. همداسی دی طالبان که غواړی د ملل متحد او د دنیا والو توجه ځان ته جلب کړی سمدستی دی هلته بشری مرستو ته زمینه برابره کړی، پولیس او با ینوفورمه عسکر دی مؤظف کړی، وهل او ټکول دی لکه د پخوا په شان نکوی، خلک دی په زوره مسجد ته نه کشوی، په خلکو دی په زوره ږیره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x