افغانستان

بلخ کې د موټربم چاودنې له امله د ۸۰ عسکرو د وژلو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ موټربم چاودنه کې ۸۰ عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا برید پرون د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د یو هاموې ټانګ په وسیله شوی، چې د امنیه قومندانۍ ترڅنګ یې د ولسوالۍ تعمیر هم سخت زیانمن کړی دی.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په دغه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او د ملکیانو او عسکرو په ګډون ۱۵ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، د ځاني زیان سربیره په دغه چاودنه کې ګڼ مالي زیانونه هم پېښ شوې دي.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغې موټربم چاودنه کې د ۸۰ تنو دولتي عسکرو، پولیسو او کمانډویانو د وژلو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

مجاهد دا برید په وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي تلفاتو «غچ» بللی دی.

«برید د اولسي خلکو په وړاندې د دښمن د وروستیو وحشتو انتقام و.»

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ولسوالیو په مرکزونو او د دولتي عسکرو په سترو قرارګاوو موټربم چاودنې او ډله ییز بریدونه زیات کړي، چې له امله یې ګڼې ولسوالۍ او بیسونه سقوط شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یار دی پاڼی څخه خو یوه ورځ هم یو ښه خبر رانغی هر ورح دومره ووژل شول او دومره زخمیان شول. هغه ورځ به څه وخت وی چی دغه پاڼه ولیکی چی دومره کیلو متره سړک ورغول شو، دومره مکتبونه په زابل او هلمند کی نوی جوړ شول، دومره نوی ښارګوټی په هرات او بلخ کی افتتاح شول، او سږ کال یو میلییون سیلانیانو له بامیانو او درې میلونه نورو له ګرشک او لس میلییونو نورو له نورستان څخه لیدنه کړی همداسی د پایپ لاین له لاری حکومت ته سږ کال شپږ سوه میلیونه ډالره په ورغلی او بله دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx