نړۍ

پاکستان: دکابل تورونه باید په کلکه سره جواب شي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۳) اسلام اباد: پاکستاني حکومتي سرچینو خبرورکړی، وایی دکابل له لوري پرپاکستان باندي په دی وروستیوکي نوي لګول شویو تورنو جواب به دقومی اسمبلي په راتلونکي غونډي کی ورکړي، شنونکي وایی که څه هم پاکستان دترهګري په وړاندي روانه جګړه کی دامریکي ډیرنژدی اوباباوره ملګري دي، خوپه تیرو څو ورځوکی به دا دوهم ځل وي چی پاکستاني ملکي اداره اوټول سیاسي ګوندونه یوځل بیاسره راټولیږي اودپاکستان له فوځ او څارګري اداري سره خپله مرسته اعلانوي.

دتیري پنج شنبي په ورځ تقریبا دپاکستان دسیاسي ګوندونو ټول مشران دلومړي وزیر یوسف رضاګیلاني په بلنه اسلام ابادکی سره راټول شول اودامریکي دفوځ دلوی درستیز مایک مولن له لوري پرپاکستاني باندی لګول شویو تورونو ته جواب ووایه، دامریکي دفوځ لوی درستیز مایک مولن ویلي وو چي پاکستاني څارګره اداره له حقاني ډلي سره اړیکي لري ورسره مرسته کوي،او دحقاني ډله دپاکستاني دڅارګري اداري لپاره دراسته لاس حیثیت لري.

که څه هم دتیري پیج شنبي غونډه دبندو دروازي شاته وه، دغونډي ټول جزیات بهرته نه دی راوتلي اوهمدارنګه په غونډه کي دسیاسیي ګوندونو ترمنځ داختلافاتو خبره هم کیدله، ویل کیږی کله چی دپاکستاني دڅارګري اداري مشر جنرال شجاع پادشاه دغونډي برخه والو ته دروان وضعیت په اړه مالومات ورکول اونوموړی دخپلو خبروپه ترڅ کي دامریکي له لوري ټول لګول شوی تورونه بی بنیاده اودرواغ وبلل، ویل کیږي په دي وخت کی دپاکستان دمسلیم لیګ (ن) ګوند مشر نوازشریف ولاړ شو اوشجاع پادشاه ته یی وویل، وروره خبري سپیني کوه نن هغه ورځ ده چی هرڅه باید ملت ته ښکاره شي، داچي ته وایی هیڅ نشته اودامریکي له لوري لګول شوی تورنه ټول دروغ اوبی اساسه دي نوبیا امریکایانو دومره شور ولي جوړکړی،نوموړي زیاته کړه امریکه اوپاکستان دواړه یودبل ډیرنژدی اوباباوره ملګري وو، څه پیښه شوه چي په دی وروستیو درو کلنوکي ددواړو هیوادونوترمنځ اړیکی دومره ترینګلي شوی، پادشاصاحب که ستاسو اودامریکایانو ترمنځ هرڅه وی باید دغي غونډي ته څرګندشي.

ښاغلي نوازشریف لاخپلي خبري نه وي ختمی کړی چي دپاکستان دجماعت اسلامی ګوند مشر منورحسن ورباندی اواز وکړ، ښاغلي نوازشریفه په سیمه کی اوسني روانو نازکو حالاتو ته باید متوجی شي، وخت ددارنګه پوښتنو نه دي لکه ته چي ورباندی ټینګارکوی، له نوازشریف څخه  سمدستی وروسته  دپاکستان دپښتونخواملي عوامی ګوند مشرمحمود خان ولاړشو، نوموړی وویل په افغانستان کی جنګ اوسوله دپاکستاني څارګري اداري په لاس کی ده کچیري دپاکستان څارګره اداره وغواړي نو په یوه میاشت کی  په افغانستان کی سوله راوستی شي.

دپاکستاني چارواکو غم او اندیښنه هغه وخت لرږڅه کمه شوه کله چی تیره ورځ دامریکي اولسمشربارک اباما اودنوموړي داداري ځینونورو چارواکو دمایک مولن له څرګندونو څخه بی خبري وښوده اوهغه یی دنوموړي شخصي نظروبلي.

خوتیره ورځ یوځل بیا په کابل کی دکرزي له دفتر څخه یوبل سوړ بم دپاکستان برلور فایرشو، تیره ورځ دکرزي له دفترڅخه په جاری کړل شویو بیان کی راغلي وو، دربانی  وژونکی یوپاکستاني کس وو، اونوموړی دوژني دسیسه دپاکستان دکوټي په ښارکی برابره شوی وه، په خبرکی راغلي وو چي درباني وژونکی کس پاکستانی تابعیت درلود اودپاکستان دچمن دښاراوسیدونکی وو، اوله دی سره سره دافغانستان حکومت په کابل کی دپاکستان سفارت ته دربانی په وژلو کی دلاس لرلوپه تورځینی شواهد هم وړاندي کړی وو.

افغانستان حکومت وایی دربانی دوژلو دسیسي په اړه یی مالومات له هغه کس څخه ترلاسه کړی دی، کوم چي دربانی دوژلو پلان یی برابرکړی اودعمل ډګرته یی رسولي وو.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x