افغانستان

طالبانو اروپايي ټولنې ته د بهرنیو دیپلوماتانو او خیریه کار کوونکو د امنیت ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو اروپايي ټولنې ته په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو خیریه کار کوونکو او بهرنیو دیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې تیره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ هیئت د افغانستان لپاره د اروپايي نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي «توماس نیکلاسن» په مشرۍ هیئت سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې او بحثونه کړې دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او د دیپلوماتانو او خیریه ټولنې د کار کوونکو د امنیت په اړه هم خبرې شوې دي.

«د اسلامي امارت هئیت یو ځل بیا د دیپلوماتانو او بشري برخو کارکوونکو د خونديتوب په هکله ډاډ څرګند کړ.»

طالبانو دغه راز د اروپايي ټولنې استازي ته ویلي، چې د بهرنیو دیپلوماتانو او بشري مرسته رسوونکو امنیت ساتل د هېواد د ملي ګټو برخه او د طالبانو مسئولیت دی چې په سرته رسولو کې به یې جدي هڅې کوي.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په هېواد کې د بهرنیو دیپلوماتانو او خیریه ټولنو د کار کوونکو د امنیت په هکله نړیوالو ته ډاډ ورکړی ؤ او دا کار یې خپل مسئولیت بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ممکن د طالب مشران داسی خبری وکړی خو تر څو چی # طالبان لدی اعلامي څخه خبریږی تر هغه وخته به یی یو لس انجنییران او د مؤسیسی کارکونکی شهیدان کړی وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx