
سند ايالت کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سند ايالت ډهرکي سيمه کې د دوو اورګاډو د ټکر پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د پاکستان حکومتي راډيو وايي، پېښه نن سهار وختي رامنځته شوې او د مړو شوو کسانو په شمېر کې د زياتېدو اندېښنې شته.
د رپوټونو له مخې يو شمېر ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او د چپه شوو اورګاډو په ډبو کې د بندو مسافرو د راويستو لپاره مرستندويه ډلې رسېدلي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، «ملت ايکسپريس» له کراچۍ سرګودې ته او «سرسيد ايکسپريس» له راولپينډۍ کراچۍ ته روان وو، چې د سند ايالت په ډهرکي سيمه کې يې ټکر وکړ.
له پېښې وروسته د ملت ايکسپريس اورګاډي اته او د سر سيد ايکسپريس اورګاډ د ماشين سربېره درې ډبې له پټلۍ غورځېدلي دي.
له پېښې وروسته سند ايالت کې د اورګاډو د تګ راتګ لړۍ درول شوې ده.
د سند ايالت چارواکي وايي، تر اوسه د مړو شوو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او د ټپيانو هغو ۴۰ دی.
د چارواکو په وينا د مرستې لپاره د سترو ماشينونو اړتیا ده او سيمې ته د مرستنېدويه ډلو سربېره ستر ماشينونه روان شوي دي او په لنډ وخت کې به ورسيږي.
په وروستيو کلونو کې په پاکستان کې د اورګاډو د چپه کېدو او ټکر پېښې زياتې شوي او ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.