نړۍ

اردوغان: اسراییل به يې په خپل لاس بهېدلې وینې ډوب کړي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳): د ترکیې لومړی وزیر او ولسمشرۍ ته کاندید رجب طیب اردوغان ویلي چې اسراییل  کومې وینې په غزه او د فلسطین په نورو برخو کې تویوي ډير ژر به په کې پخپله ډوب شي.

ښاغلي اردوغان یو روژه ماتي غونډې ته چې د فلسطین جمهور رییس محمود عباس هم په کې و، په وینا کې وویل چې اسراییل له توپیر پرته د غزې په ماشومانو، ښځو، ځوانانو او سپين ګیرو بمبارۍ او راکټ مرمۍ وروي.

هغه  زیاته کړه چې د ټولو هغه کسانو په تندي تور داغ دی چې د اسراییلو په جنایاتو چوپ دي.

د اردوغان په وینا ملګري ملتونه د دې موخې لپاره تاسیس شوه چې د قوي او ضعیفو ملتونو حقوق وساتي. د نوموړي له قوله ملګري ملتونه خپل مشروعیت ځکه له لاسه ورکوي چې امنیت شورا تر دې مهاله د فلسطین په غمیزه له جديته کار نه اخلي.

اردوغان زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي ۵ غړو کې هيڅ یو مسلمان هېواد نشته، دوی ټول مسیحیان دي او ټولو پریکړو ته د ویټو له لارې زیان رسول کیږي.

اردوغان نړیواله ټولنه وننګوله چې انصاف چیرې دی؟ «څلور هېواده یوه پریکړه وکړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځم غړی يې ویټو کړي او له نظره ورک شي».

اردوغان اسلامي نړۍ مخاطبه کړه او زیاته يې کړه چې تاسو دغو هېوادونو څخه د انصاف تمه لرئ؟! د سوریې په اړه موږ هیڅ یو نتیجه لاس کې نه لرو، د امنیت شورا له امله ډيرې ستونزې منځ ته راغلې.

د ښاغلي اردوغان په خبره ملګرو ملتونو د اسراییلو پر ضد تر ۱۰۰ زیاتو پریکړې وکړې خو یوه یې عملي نه شوه. «ټولې د کاغذ پر مخ پاتې شوې».

ښاغلي اردوغان بیا بیا ویل چې ملګري ملتونه د اسراییلو سره د هغو په جنایتونو کې شریک دي، ځکه اسراییل په فلسطین کې بشري حقوق تر پښو لاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هادي افغان

دی هم ولاکه دومره تورزن وي صرق یی خبرو او لافو ته پریګده ته د یو قوي اسلامی هیواد مشر یی باید تا لدی خبرو نه نور ډیر عملي کارونه کړی وئ ددی خبرو هیڅ فایده نشته دا خبری خو ته لګیا یی د 10 کیګي کوی نو اووس ددی خبرو وخت نه بلکی د عمل وخت دی

Malaly Omar

درنو ورڼو د یهودو او نصاراوو سره د نرمی خبری د مسلمانانو د ضعف او غلامی سبب کیږی نو له دی ځایه زه په هر مسلمان ورور د یو مسلمانی خور په صفت غږ کوم که هغه د کوم دولت په سر کی وی اویا هم عادی وکړی وی تل د د اسلام د دښمنانو سره د توری په ژبه وغږیږی انشاالله چی دا به د مسلمانانو لپاره د نجات او ازادی غوره لاره وی او له هر څه نه مهمه داده چی دا فکر ونکړی چی مونږ څه نلرو تاسی سره چی په الله تعالی توکل او قوی ایمان… نور لوستل »

یحیی

رجب طیب اردوغان دی الله په راتلونکی کښیی کامیباب کړی نو بیا ورته پکار د چی د مسلمانانو ۱۰۰ په سلو غم اخری او مسلمانان یو موټی کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x