ټولنیزه برخه

د امتحان ډار څنګه لرې کولى شو؟

ژباړه: ډاکټر عبدالوحيد (منصور)

ايا تر اوسه مو فکر کړى چې ولې له امتحانه ويريږئ؟

ايا تر اوسه مو له ځان سره فکر کړی چې له امتحانه ستاسې د ويرې علت څه دی؟

ايا له دې ويرې نه د خلاصون په هکله مو څه فکر کړى؟

ټول شاګردان له امتحانه په ويره او ډار کې وي، د دې ډار تر ټولو مهم علت د امتحان هغه نتيجه ده چې يا خو د شاګرد د محبوبيت، شهرت او تشويق او يا هم برعکس د ناکامۍ په صورت کې د تهديد، تحقير او شرمندګۍ باعث ګرځي.

د امتحانونو په رارسيدو سره اکثريت شاګردان د امتحان په ډار اخته کيږي، هميشه په نا آرامۍ او تشويش کې وي چې هسې نه چې ټول زده کړي شيان مې له ياده ووځي.

له امتحانه ډيره ويره او ډار کيداى شي د دې باعث وګرځي چې شاګرد زده کړي شيان له ياده وباسي او بالاخره يا کمې نومرې يوسي او يا هم له ناکامۍ سره مخ شي.

له امتحانه د ويرې او ډار نښې:
له امتحانه د ويرې اوډار ځينې نښې دا دي:
د سر درد ، د سر ګرځيدل، د بدن ګرموالى، سالنډي، د لاسونو او بدن خولې کېدل، د زړه ضربان زياتيدل، د آواز او د بدن لړزيدل.

ولې شاګردان له امتحانه ويره او ډار لري؟

لاندې علتونه ددې باعث کرځي چې شاګردان د امتحان په ډار اخته شي:

١- د مکتب له خوا په شاګردانو زور راوړل.
٢- د کورنيو له خوا په شاګردانو له حد نه زيات فشار راوړل او هر وخت له امتحانه د هغوى ويرول.
٣- شاګردان د درس او مطالعې لپاره منظم او پرلپسې پروګرام نه لري.
٤- د شاګردانو کورنۍ له امتحانو مخکې هغوى ته په منظمه توګه د درس پروګرام نلري.

څنګه کولى شو د امتحان ويره او ډار کنټرول کړو؟

ددې لپاره چې له امتحانه ويره او ډار ونلرئ نو لاندې ټکو ته پام وکړئ:
١- منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ:
سره لدې چې ټول پدې پوهيږي چې د امتحان د شپې درس هومره ګټور نه وي لکه چې مخکې منظم او د تقسيم اوقات مطابق درس ويل شوى وي، ولې بيا هم اکثريت شاګردان دا کار کوي.

پکار ده له امتحانو مخکې منظم ورځنى تقسيم اوقات ولرئ او ورځني درسونه تعقيب کړئ، د امتحان شپې ته د ټولو درسونو پريښودل ستاسې د پريشانۍ او ډار باعث ګرځي.

٢- د امتحان په دوران کې پوره خوب او ا رام وکړئ:
د امتحانونو په دوران کې د زيات درس ويلو له امله دماغ ستړي کيږي او کافي استراحت او آرام ته ضرورت پيدا کوي، همدارنګه له خوب سره ذهن بيا تازه کيږي او د حفظولو لپاره تياريږي.
نو که د امتحان نتيجه مو ښه غواړئ په کار ده چې د خوب او آرام وخت مو منظم وي، کوښښ وکړئ د امتحانو په شپو کې وختي ويده شئ حتى که امتحان مو د ماسپښين لخوا هم وي.

همدا رنګه په کورونو کې بايد درس او مطالعې ته مناسب او آرام ځای برابر شي، کورني جنجالونه د شاګردانو ذهني حالت ګډوډوي او د ښې زده کړې مخه يې نيسي.

٣- مناسب خواړه وخورئ:
په خوړو کې زيادت يا کموالى پر بدن ناوړه اثرات غورځوي، د امتحانونو په جريان کې خواړه ستاسې په کاميابۍ باندې مستقيم تاثير لري ځکه تر څو مناسب او ضروري خواړه ستاسې دماغ ته ونه رسيږي ذهن مو نشي کولى څه ياد کړي. نو ضرور ده چې له تازه سبزي او ميوې نه استفاده وکړئ او که په کافي اندازه دغه خواړه نه شئ ترلاسه کولى نو د مولټي وټامين ګوليو څخه ګټه واخلئ، د دې لپاره چې د امتحان پر وخت کافي انرژي ولرئ نو امتحان ته له تګ نه مخکې په کافي اندازه قند( خواږه ) لرونکي خواړه وخورئ.

٤- حرکت او خوځښت ولرئ:
ځينې شاګردان عادت لري چې د امتحانو په راتګ سره ځان په يو اطاق پورې محدود کړي او له ګرځيدو او بيرون راوتلو ځان ساتي کله چې په دوامداره توګه په ساعتو ساعتو له حرکته پاتې شئ نو دماغ مو هم ساکن کيږي نو که غواړئ څه ياد کړئ پکار ده چې څه ناڅه ورزش وکړئ لږ تر لږه قدم ووهئ يا شنې او سرسبزه منظرې وګورئ.

٥- په ژور تنفس سره ځان ارام کړئ:
له امتحانه مخکې او هم د امتحان پر وخت اکسيجن ستاسې د دماغ د سم کار کولو لپاره ضرورى دى نو کوښښ وکړئ چې په آرامه او ژوره توګه ساه واخلئ، لدې سره به ووينئ چې کرار کرار ستاسې وېره ختميږي او ذهني آرامتيا احساسوئ.

همدارنګه د لاندې ټکو عملي کول هم ستاسې د ډار د ختميدو او په امتحان کې د کاميابيدو باعث ګرځيداى شي:

١- په ټاکلي وخت د امتحان صحنې ته په آرامۍ سره حاضر شئ او په ناوخته راتګ سره ځان ته لاسي ويره مه پيداکوئ.

٢ – ټول هغه شيان چې د امتحان لپاره پکاريږي له ځان سره يوسئ.

٣ – د امتحان کومې لارښوونې چې تاسې ته کيږي هغو ته توجه وکړئ.

٤ – د دې لپاره چې د وخت له کمبود سره اخته نشئ درکړل شوي وخت ته پام وکړئ.

٥ – ذهن مو د هر ډول سوالونو حلولو ته آماده کړئ، د امتحان پر وخت يو ځل سوالونه ولولئ او مخکې له دې چې ځواب يې وليکئ اول په ځواب باندې ځان قانع کړئ.

٦ – اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ ورپسې متوسط او په آخر کې سختو ته شروع وکړئ.

٧ – د پارچې په ورکولو کې عجله مه کوئ، که له ټاکلي وخت نه مو مخکې سوالونه حل کړل پارچه يو ځل بيا وګورئ.

په امتحان کې د ويرې او ډار پر ځاى آرام واوسئ
سره له دې چې د امتحان ويره او ډار سرنوشت ټاکونکې ده خو پوهان پدې عقيده دي چې شاګردان، معلمان، اداره او د شاګردانو مور او پلار کولى شي ددې ډار په کمولو کې مؤثر رول ولوبوي.

د دوى رول په لاندې توګه يادولى شو:
هغه څه چې په شاګردانو پورې اړه لري:
١ – د امتحان لپاره جسمي آمادګي هم د روحي آمادګۍ په څېر ضروري ده، لوږه، تنده، د داسې کاليو اغوستل چې د يخنۍ يا ګرمۍ په وړاندې مناسب نه وي، يا د امتحان د صحنې سوړوالى يا ګرموالى او يا هم نوره فزيکي خرابتيا د دې باعث ګرځي چې د شاګرد ذهني حالت ګډوډ شي او د امتحان په هکله د تشويش باعث شي.

٢ – همدارنګه ځينې شاګردان د درس د زده کړې سمې طريقې نه پيژنې نو بايد کوښښ وکړي چې د هر مضمون د زدکړې آسانه لار پيدا کړي او پدې هکله له خپلو استادانو او مشرانو نه مشورې واخلي.

هغه څه چې په استادانو يا د مکتب په ادارې پورې اړه لري:
د مکتب اداره او معلمين کولى شي درسونو ته د شاګردانو په تشويق او هڅولو سره د هغوى په کاميابۍ کې مهم رول ولوبوي، همدا رنګه معلمين کولى شي د شاګردانو د روحيې په تقويه کولو سره له هغوى نه د امتحان وېره او ډار لرې کړي او ورته ووايي چې امتحان د معلم د زحمت او کار ارزيابي ده تر څو يو معلم وويني چې ده څومره خواري او زحمت کړى، خو برعکس په امتحان سره د شاګردانو ويرول او هغوى ته امتحان يو بلا ښکاره کول او کله کله هم شاګردانو ته چلينج ورکول او يا بېځايه سختي کول په شاګردانو کې د امتحان ويره او ډار منځته راوړي.

هغه څه چې د شاګردانو په کورنيو پورې اړه لري:
له دې څخه سترګې نشي پټيداى چې د شاګردانو په کاميابۍ او ناکامۍ کې کورنۍ مهم او اساسي رول لوبوي ،کورنۍ کولى شي په سم قدم پورته کولو سره خپلو بچيانو ته د کاميابۍ دروازې پرانيزي او په غلطو او ناسمو اقداماتو سره د هغوى د ناکامۍ او بربادۍ باعث وګرځي.

د کورنى له خوا د ښو نومرو د ترلاسه کولو لپاره د شاګرد له وس او توان نه پورته طمع کول د شاګرد ذهني حالت ګډوډوي.
ځينې کورنۍ له نورو شاګردانو سره خپل بچيان مقايسه کوي او خپلو بچيانو ته د پيغور او طعنې په شکل نور شاګردان ور يادوي بغير لدې چې د استعداد تفاوت، شخصي علاقه او امکانات په نظر کې ونيسي، د دوى دا کار ددې باعث ګرځي چې شاګرد د خجالت او سپکاوي احساس وکړي او داچې د خپلې کورنۍ دا بې ځايه آرمان نشي پوره کولى نو د شرم او حقارت له احساس سره کرار کرار له درس او مکتب نه زړه توري شي، خو برعکس له شاګردانو نه د هغوى د وس او توان په اندازه د نمرو او کاميابۍ طمع او توقع کول، له نورو سره د هغوى نه مقايسه کول او هغوى ته طعنې او پيغورونه نه ورکول، د کاميابۍ لور ته د هغوى تشويق او هڅول حتى په ډېرو ضعيفو شاګردانو کې هم د کاميابۍ لور ته د کوښښ هڅه او احساس را پيداکوي او د امتحان ويره او ډار ترې ختموي. نو پکار ده چې کورنۍ د خپلو بچيانو له وس او توان نه باخبره وي او د هغوى د وس په اندازې توقع ترې ولري.

هغه شاګردان چې د مکتب، کورنۍ او امتحان تر فشار لاندې وي نو د امتحان ويره او ډار ورسره پيدا کيږي او زياته ضربه ويني آن تر دې چې مخکې له مخکې يې ناکامي په ځان منلې وي.

د امتحان په دوران يا له امتحانه مخکې په ځينو کورنيو کې سم نظامي حکومت اعلان شي، شاګرد مجبور وي چې شپه او ورځ په ساعتو ساعتو له دمې او وقفې پرته درسونو ته واړوي او د هغوى تفريح او دمې ته هيڅ پام نه کيږي، دوى فکر کوي چې شاګرد بايد لکه يو ماشين داسې شپه او ورځ لګيا وي حال دا چې شاګرد په ډير درس ويلو له ذهني ستړيا او خستګۍ سره مخ کيږي او هرڅه ورنه ګډوډيږي چې دا کار له امتحان نه د دوى د ويرې او ډار باعث ګرځي.

خو برعکس متاسفانه په ځينو کورنو کې د شاګردانو د امتحان په هکله هيڅ توجه نه کيږي، شاګرد ټول وخت خپل سر ته پريښودل شوى وي او چې امتحانونه راورسيږي نو د درسونو د زياتوالي له وجهې په شاګرد باندې د امتحان ويره او ډار غلبه وکړي او منفي نتيجه لاسته راوړي.

ځينې کورنۍ فقط مکتب ته د شاګرد په ليږلو سره ځان خلاص ګڼي او نور هيڅ د مسؤليت احساس نه کوي او وايي چې شاګرد بايد خپله ځان ورسوي او مونږ نشو کولى له هغه سره په مصروفيدو ځان له کار او روزګاره وباسو.

د امتحانو پر وخت له کوره د مور او پلار لرې والى هم په شاګردانو بد اثر غورځوي نو د امکان په صورت کې بايد مور او پلار په کور واوسي او له خپلو بچيانو سره نرمه او ښه رويه وکړي. همدارنګه مور او پلار بايد د امتحانو په شپو کې خپل بچيان د شپې له بېځايه مجلسونو، تلويزيون او کمپيوټر ته له زيات کيناستلو، له مبايل سره زيات مصروفيدلو او داسې نورو اضافي کارونو نه منع کړي.
نو که چيرې شاګردان، د هغوى کورنۍ، د مکتب اداره او معلمين ټول په شريکه پورتنيو لارښوونو ته په پام سره خپل مثبت رول ولوبوي نو له شاګردانو نه به د امتحان ويره او ډار لرې شي آرام او ډاډمن امتحان به ورکړي او په زړه پورې پايله به ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د دی مطلب یی د طالب پلوه پاڼی سره څه؟ طالبان خو هسی د مکتب ضد خلک دی د هغوی یی په امتحان منتحان څه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx