
د عثمان غني سلیزې افغانستان له ماتې ونه ژغورلو
نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): زمبابوۍ نن په یوه ورځينې سیالۍ کې افغانستان ته بیا ماتې ورکړه.
که څه هم افغانستان په بیټنګ کې خورا ښه لوبه وکړه خو په بالینګ بیا هغسې چې ترې تمه کېدله ونه ځلېدل.
د زمبابوۍ لوبډلې اوپنر سکندر رضا ښې لوبې نن زمبابوۍ بریالۍ کړه. نوموړي په ۱۳۳ بالونو ۱۴۱ منډې جوړې کړې.
زمبابوۍ سره نن بیا قسمت یاري وکړله او پچه یې وګټله او د لومړي بال کولو پریکړه يې وکړه. افغانستان د لوبې پیل نور علي ځدران او عثمان غني وکړ. نورعلي په ۱۳ منډو وسوځېد، تر نورعلي وروسته رحمت شاه ۲۲ منډې جوړې کړې او وسوځېد. ځوان لوبغاړي عثمان غني چې په تېره لوبه کې په صفر سوځېدلی و، دا ځل د خلکو د تمو سره سم خورا پیاوړې لوبه وکړه، نوموړي په ۱۴۳ بالونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې. عثمان غني د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل سلیزه ووهله.
د افغانستان په لوبډله کې له عثمان غني پرته نورو لوبغاړو چندان ښه لوبه ونه کړله، ټول لوبغاړي تر ۲۰منډو محدود ول. حشمت الله شایدي ۱۱، سمیع الله شینواري ۵، نبي ۲۲، شفیق الله ۱۶، ګلبدین۲۳ او دولت ځدران ۱۳ منډې جوړې کړې.
افغانستان د عثمان غني د سلیزې په برکت زمبابوۍ ته ۲۵۷ منډې هدف وټاکه چې د بلویاو په میدان کې په اوله پاڼه کې مقابلې لوبډلې ته ډير ښه او مناسب هدف دی.
زمبابوۍ له لوري لوبه مسکزاده او سکندر رضا پیل کړه، دواړه لوبغاړي ډير ښه وځلېدل، مسکزاده ۹۳ او سکندر رضا ۱۴۱ منډې جوړې کړې.
زمبابوۍ ټاکل شوی هدف په ۴۳ اورونو او ۳ بالونو پوره کړ.
که څه هم افغانستان وروستۍ دواړه لوبې وبایللې خو د شننونکو له نظره د افغان لوبغاړو په لوبه کې خورا فرق راغلی، دوی اوس بېځایه شاټونه نه وهي او له حوصلې کار اخلي.
د کرکټ پوهان وايي لا هم افغانان د کرکټ په برخه کې ډير کار ته اړتیا لري.
افغانستان درېیمه سیالي دوه ورځې وروسته د چنګاښ په ۳۱مه (سه شنبه) په ورځ لري.