
د قیصار ولسوالۍ څخه تښتېدلي ۹۰ تنه مسلح عسکر طالبانو ته تسلیم شول
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ په وروستي کلي «کوهي» کې د ولسوالۍ له مرکز څخه تښتېدلي ۹۰ تنه دولتي عسکر نن سهار له یوې لنډې نښتې وروسته طالبانو ته تسلیم شوي دي.
په فاریاب کې آزاد خبریال قطب الدین کوهي وايي، په دغو تسلیم شوو عسکرو کې د ملي اردو، پولیسو، سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) او د ملي امنیت کارمندانو په شمول ټولټال ۹۰ تنه دي، تیره ورځ د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ مرکز له سقوط نه وروسته د کوهي کلي کې سنګر نیولی وو.
نوموړی زیاتوي، نن سهار د نښتې پرمهال ۱۸ تنه ټپیان شوي او پاتې نور چې له جګړې ستړي شوي وو، له ۷ عرادې ټانګونو او لسګونو میله سپکو او درنو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي، چې په دې توګه سره د قیصار ولسوالۍ وروستی کلی«کوهي» هم د طالبانو لاس ته ولوېده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون شپه د قیصار ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټربم چاودنه او ډله ییز برید وکړ، د کومې له امله چې د امنیه قومندان سیف الرحمن «دهزاد» په ګډون ۱۴ عسکر مړه او ۳۷ تنه نور ټپیان او د طالبانو لخوا اسیران شول.
پرون غرمه هغه عسکر چې د ولسوالۍ په ښاروالۍ کې یې سنګر نیولی وو، د مرستندویه ځواک نه رسېدو له کبله طالبانو ته تسلیم شول، چې ورپسې طالبانو د ولسوالۍ په تعمیر خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او تېر ماښام وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي.
د قیصار ولسوالۍ ۳۰۰ کلي لري، چې یوازې د کوهي کلی او د ولسوالۍ په لویدیځ کې د ملي اردو کمپ د دولتي عسکرو په ولکه کې وو، چې د کوهي کلي په نیولو سره اوس یوازې د ملي اردو کمپ د طالبانو په محاصره کې پاتې دی.
ناتایید شوي راپورونه وايي، چې طالبانو دا مهال د ولسوالۍ لویدیځ لور ته د ملي اردو کمپ ته قومي مشران لیږلي ترڅو له جګړې پرته وسله پر ځمکه کیږدي او په بدل کې خپل ځانونه وژغوري.
باید وویل شي چې طالبانو له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ولسوالیو په مرکزونو او سترو دولتي قرارګاوو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې تر دامهاله یې له شلو زیاتې ولسوالۍ او سترې قرارګاوې نیولي دي.
Talib Jan! Keep moving. Do not look behind. Your history is quite clear so keep moving. You are so smart sending a delegation first to avoid war and resolve the issue with soldiers through negotiation. You love peace and you will bring it to your motherland. Make sure you follow the guidelines of M. M. Omer 3 in the war zone. Some of those points are here: - make sure you talk first - protect civilians - treat and look after the injured ones - respect prisinors with max love and affection ZA DA ASIA PA ZRAH KI KHOZEDALLY MUSALMAN… نور لوستل »
ادم خانه ځوانه، د لیک طرز دي د برطانوي دی او کیدای سي چي په هلمند کي دي نظامي ماموریت هم کړی وي. ولاکه چي مسلمان سوی یې او که داغسي منحیث د یوه بشر د طالبانو د عظمت څخه متاثر یې؟
صالح او آدم خان ته: آدم خانه څنګه شو دومره موده دی د طالبانو چاپلوسی کوله آخر د یوه ## صالح له طرفه د کافر فتوی په نصیب کی شوه. # صالح خو یو ##مسلمان دی چی ټول هغه کسان چی په انګلیسی لیکنه کوی هغه ته کافر ښکاری. د طالبانو عظمت به هم صالح ته معلوم شی چی یو وار یی پنجابیان له پاکستانه څخه وشړی.