
طالبانو په غزني او فاریاب کې دوه ولسوالۍ له لسګونو عسکرو سره یوځای نیولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ولسوالیو نیولو په دوام طالبانو تیره شپه د غزني ولایت آب بند او د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالیو مرکزونه نیولي او لسګونه عسکر یې اسیران کړي دي.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له یوې میاشتې کلابندۍ وروسته پرون ماښام طالبان وتوانېدل چې د لنډې نښتې پایله کې د آب بند ولسوالۍ مرکزي تعمیر او ټول دولتي تأسیسات ونیسي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د آب بند ولسوالۍ د نیولو په جګړه کې د ۶ پولیسو د وژلو خبر ورکړی دی.
له غزني ولایت څخه لرې په شمالي ولایت فاریاب کې هم چارواکي وايي، چې له درې کلونو کلابندۍ وروسته تیره شپه د دولت آباد ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسونو ته پرېوتلی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وايي، له اوږدې کلابندۍ وروسته تیره شپه د لسګونو تازه دمه کمانډو عسکرو په مرسته د دولت آباد ولسوالۍ پرسونل د اندخوی ولسوالۍ ته تښتېدلي او د دولت آباد ولسوالۍ مرکز او ټول دولتي تأسیسات له ۲۰ عسکرو سره یوځای طالبانو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي هم طالبانو ونیوله او له ۱۲۰ زیات عسکر ورته تسلیم شول.