دیني، سیرت او تاریخنظــر

۱۲ګرامه ماغزه- (۲۷)- د ډاکټر نجيب وړاندوينه

شهرت ننګيال

د ډاکټر نجيب وړاندوینه:
ډاکتر نجیب الله له دې وړاندې پخواني پاچا ته هم د واک سپارلو وړاندیز کړی و، چې پاچا نه و منلی. ده له پاچا د دغسې وړاندیز په نه منلو ولسمل ته په تليفانه گیله کړې وه، ولسمل له پاچا د سپیناوي په غوښتلو دغه جریان مجاهد ولس کې خپور کړ، پاچا له ولسمل خوابدي وښوده، ولسمل ورته کړه، ما خپله غاره خلاصه کړه، پاچا وویل، تا خپله خلاصه، خو زما مو بنده کړه.

ډاکتر نجیب الله له وړاندې په ټوله مانا د واک لېږد ته چمتو و، په همدې موخه يې پخواني پاچا سره اړیکه ونیوه، چې له بده بخته پاچا ونه منله، له افغان سیاستوالو او مخورو سره يې د پوهاوي هڅه وکړه، خو دلته يې هم هغسې ځواب تر لاسه نکړی شو چې د واک بریالی لېږد عملي کړای شي. له پخواني پاچا په نهېليتوب يې لويديځ میشتو سیاستوالو او مخورو ته مخه کړه، د رئیس په مشرۍ يو پلاوی له ډاکتر سره د خبرو په موخه هند ته ولاړ، ډاکټر د واک لېږد ته خپل چمتوالی وښود، خو پلاوي د داسې چا(…) وړاندیز وکړ چې د ډاکټر په وينا دغه جامې پرې خورا لویې او اوږدې ختلې.

د ۱۹۸۹ د جون په لومړيو کې ډاکتر نجیب الله له نیو یارک (د ملگرو ملتو عمومي غونډه کې له گډون) واشنگټن کې استاد پژواک ته تليفون وكړ، لومړۍ خبرې د شاه محمد دوست وې.
دوست: محترم پژواک صاحب سره خبرې کوم؟
پژواک: بلی… دوست: محترم نجيب الله غواړي تاسې سره خبرې وکړي.
ډاکتر نجیب: کاکاجانه سلام د جمهور پیس په توگه نه د وراره په توگه درسره غږېږم، روغتیا مو څنگه ده…؟
پژواک: ښه يم.
نجيب: ستاسې له نظریاتو خبر يم، شعرونه مو رارسېږي، ستاسې راتلو ته سترگې پر لار يوو.
پژواک: حقيقي وراره نعمت الله سره مې د خپلو اصولو له مخې ونه ليدل.
نجيب: موږ هېواد ته ښه نیت درلود او لرو يې.
پژواک: ممکن خو په عمل کې…
نجيب: هیله ده زما عرض ومنئ.
پژواک: د منلو نه دی.
له دغه یادونې زما موخه دا ده چې د اواري په اړه ډاکتر نجیب الله خپلو هیلو ته د رژېدا لورى ونشوای موندای… د زړونو مالک خدای دی، خو د ډاکټر له خوا د سولې غر ته هيچا د زړو دروازې بېرته نشوای کړای..

د کودتا اعتراف:
د مسعود ځواکونو د اپریل پر اتمه گلبهار او پر نهمه بگرام هوايي ډگر لاندې کړ.
د حمل پر شلمه د شورای نظار او رشید دوستم ځواکونو د مخکيني
جوړجاړي له مخې گډ مطبوعاتي کنفرانس کې په ډاگه کړه، چې نجيب الله باید سمدستي له واکه لاس واخلي – دوستم وویل موږ، حزب وحدت او نظار شورا په دې اړه توافق ته رسېدلي يوو…

د دوستم په خبره:
ما از سابق نقشیه میکشديم که حکومت کمونیستها در افغانستان صلح در وجود آنها برقرار نمیشود… ما بخاطر حکومت اسلامی تصمیم خود را گرفته بودیم… تا که یک زور و یک قوت نباشه راه حل ممکن نیست… همان بود که شصت هزار نفر در فرقه بسیج و در جاهای مختلف جابجا شد… به همکاری غفار پهلوان ، رسول پهلوان، سید حسام الدين عليه دولت ایستادگی بکنیم، آمر صاحب احمد شاه مسعود اطمینان داد گفت ما پهلوی شما هستیم… همان بود که طرفداران نجیب را درستگیر و از بين بردیم… گفتم باید کابل را فتح کنیم… همان بود که ما را بصفت رئيس شورای نظامی مقرر کرد…
احمد شاه مسعود «المسلمون» ته وايي:… همه بحالت نومیدی بوده، در عین زمان دشمنان اسلام دست بکار بودند حکومت غیر اسلامی بوجود آورده…

اما از تحركات ملل متحد و بینن سیوان آگاهی داشتیم، در حالیکه همه به طرح نماینده ملل متحد چشم دوخته بود و طرح حکومت بیطرف را تنظیم ها پذيرفته بود، ما پلان استقرار حکومت اسلامی مجاهدین را بموفقیت عملی نموده، حکومت اسلامی مجاهدین بمیان آوردیم…»

دغه څرگندونې کابل کې د کودتا أو ملگرو ملتو د سولې پلان د ناکامولو څرگند اعتراف دی، له بده بدبخته چې ملگرو ملتو كله هم ایتلاف ته د پړې او ملامتۍ گوته ونه نيوه.

نجيب الله لا استعفاء نه وه ورکړې، چې د دوستم ملېشو د کابل هوايي ډگر او ستراتيژيک موقعيتونه نيولي وو، په دې توگه د حمل له ۲۴ مې وړاندې کابل د ائتلاف منگولو ته لوېدلی و.

استاد رباني چې تر دې وخته له هېڅ شي سره پرېکنده برخورد نه و کړی، جدي او قاطع بڼه ونيوله، له دې مخکې ده نه د ظاهر شاه د راتلو د گرمو اوازو پر وړاندې د څرگند مخالفت کوم دریځ غوره کړی و او نه هم د بېطرفه او دریبم گړي حکومت په هکله، همدا لامل و، چې ده هم په اخوانیانو او د چا خبره بېخ نراندو او افراطيونو کې ځان شمېرلای شو او هم يې له مینځلارو سره سر خوځاوه، په دې توگه يې له دواړو سره په گوزاره او ملگریتوب کې څه ستونزې نه لرلې، له همدې ځایه وه، چې ځینو کتونکو او خبريالانو ماهر سیاستمدار ياداوه او ځینو بیا له ارادې او قاطعیت بې برخې محتاط مشر.

ده په هر لوري کې ځانته د قدم اخيستو مخه پرې ایښې وه، له امریکا سره یې د خپل سفر پر وخت د اړيکو له امله لار تېره کړې وه، له ظاهر شاه سره يې اړیکې د ښاغلي سیرت په مټ پرانیستې ساتلې، په مجددي خو يې دا احسان و، چې جبهه نجات ملي دده په کوښښونو تاسیس شوې، له اخوانیانو سره یې په مصر کې د تحصیل له وخته روابط وو، پیر صاحب او محمدي یې هم په خپله ساحرانه موسکا داسې ډاډه کړی و، چې ټولو ته بې ازاره مرغۍ ښکارېده.

دغه پالیسي یو دوه واره ده ته څه ستونزې هم راولاړې کړې، يو ځل هغه وخت (۱۳۱۵ لمريز) چې پر ایراني حاجیانو سعودي پولیسو گولۍ وچلولې او په لسگونو يې ووژل په دې توگه د سعودي او ایران مناسبات خراب شول، بل د خلیج جګړې پر مهال
په سعودي کې د ایراني حاجيانو د وژنې په هکله، ده سعودي او ایران دواړو ته د خواخوږۍ او د دوی د دريځونو د تائید پیغامونه لېږلي وو، خو سعودي د ټيلگرام متن په عکاظ او ایران په اسلامي جمهوري ورځپانه کې خپاره کړل، په دې توگه خبره رسوایۍ ته وخته او شهادت اوونیزې بيا دواړه متنه په خپله يوه گڼه کې د ټولو مخې ته کېښودل.

خلیج جگړه کې څنگه چې د پاکستان جماعت اسلامي د امریکې پر ضد موقف غوره کړی و، ځکه خو يې د اخواني ډلو په گډون لاهور کې يوه غونډه جوړه کړه، په دې کې يې له افغاني ډلو حزب اتحاد او جمعیت ته هم بلنه ورکړې وه. حزب او اتحاد خو په خپل امريكا ضد موقف ټينگ و، ځکه خو يې غونډه کې پراخه برخه واخیسته، خو استاد رباني حيران و، که غونډه کې برخه اخلي، د امریکا سعودي پر ضد حرکت دی او که يې نه اخلي، په اخواني حلقو او جماعت اسلامي کې میدان حکمتیار، سیاف ورڅخه وړي.
له همدې ځایه و، چې په نه زړه يې، غونډه کې گډون وكړ، تصویب شوې قطعنامه يې لاسلیک او مطبوعاتو خپره کړه، خو د سعودي او كويټ واکمنو په نامه یې خپل ټلگرام کې د عراق د موقف او سیاست په کلکه غندلی او پر عراق د غربي قواوو د حملې ملاتړ کړی و، چې مطبوعاتو ته په راوتو يې يوه بله رسوایي جوړه کړه.

په همدغو شپو ورځو کې چې هېواد گام په گام د يوې خونړۍ فاجعې خوا ته نژدې کېده، تنظیمي مشرانو د پاچاهۍ، صدارت او وزارت خوبونه ليدل، ذهن تصور او سوچ يې د کابل په ارگ کې د گلخانۍ خيالي ننداره کوله، د دلکشا په تصور کې به يې زړونه په ټوپو شول او دغه وړ به یې د اورېدلو کیسو او خبرو له امله د ذهن په پرده د مور سرې غالۍ تېرې شوې، بې اختياره به يې خولو اوبه وکړې او د تصور په همدغه خوند کې به هر يو ځانته جلا بادشاهي صدارت او وزارت جوړ کړی و، دوی به همدا يوه خبره تکراروله، چې مجاهدینو روس ته ماتې ورکړه، کمونېزم يې له مینځه يووړ، د برلین دېوال يې ونړاوه، د نړۍ يو وحشي ښکېلاکي ځواک يې په گوندو کړ، ځکه خو يې حکومت خپل حق گاڼه، له دې ناخبره چي خرکاري هنر داره سبق نیست که پر پر بخوانی…

راتلونکی عنوان
د څمکنيو يتيم خانې ناکامه لوبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x