روغتیا

افغانستان کې تېره ورځ کرونا وبا د «۵۶» کسانو ژوند اخیستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس له کبله په تېرو څلورویشت ساعتونو کې هېواد کې ۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې تېره ورځ ۱۵۸۲ کسان نور په کرونا اخته شوي دي، چې د ټولو شمېر له ۸۲ زرو پورته شوی دی.

دا لومړی وار دی چې د کرونا له پېله په افغانستان کې په یوه ورځ له ۵۰ زیات کسان مړه او په دغه کچه زیات پرې اخته کیږي، د ټولو مړو شمېر ۳ زره ۲۵۱ ته رسېدلی دی.

ددې سربېره تېرو څلورویشت ساعتونو کې یوازې ۳۷۶ کسان بېرته روغ شوي دي. دا شمېرې په ډاګه کوي چې په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس دریمه څپه په بې ساري ډول خپریږي، په دغه هېواد کې د نویو ناروغانو او د مړینې کچه تر بل هر وخت ډیره ده.

په روغتونونو کې د اکسیجن پراخ کمښت او د بسترونو کموالي اندېښې ډیرې کړي او د ناروغانو ترمنځ یې د مړینې کچه زیاته کړې ده. له تېرو دوه اونیو راهیسې هره ورځ له زرو زیات کسان په کرونا اخته کیږي او شاوخوا ۵۰ ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت پر عامو خلکو نېوکه کوي چې د ناروغۍ په مخنیوي کې هیڅ همکاري نه کوي، تر څو روغتیایي اصول مراعات کړي او پرته له اړتیا له کوره بهر لاړ نشي. ددوی په وینا «هېواد په ناورین کې دی».

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو وزارت له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو د اکسیجن او روغتیایي توکو د مرستې غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x