دیني، سیرت او تاریخ

منځلاريتوب (وسطیت) د قرآن او سنت په رڼا کې

زبير افغان

لغوي و اصطلاحي معنا:
د پاس عنوان لپاره عربي کې اعتدلال یا وسطیت الفاظ کارېږي. دا له وسط څخه جوړ دی او ګڼې معناوې لري، (الوسطية مأخوذة من مادة وسط ، وهى كلمة تدل على العدل والفضل والخيرية والنصف والتوسط بين الطرفين .)(۱) وسطیت له وسطه اخیست شوی، چي  عدل، فضل، غوره، نیم او د طرفینو مابینځ ته ویل کېږي. قران کریم هم د وسط (۲)لفظ د محمدي امت په صفاتو کې راوړی. دا چې وسط هلته څه معنا ور کوي په اړه يې ګڼشمېر نظرونه او اراء موجود دي. چا د منځلاریتوب معنا ترې کړې او نورو بیا د غوره یا ښه په معنا اخیستی. زما په اند محمدي امت دا دواړه صفات لري، قران کریم بل ځای د امت لپاره د (کنتم خیر امة)(۳) الفاظ هم کارولي. له دې جوتېږي چې د دې امت غوروالی په همدې منځلاریتوب کې دی. اعتدال د عدل له مادې څخه دی چې په چارو کې میانه روي و منځلاریتوب اعتدال بلل کېږي.

اصطلاحي معنا کې يې هم لغوي معنا رعایت شوې ده، ګڼ تعریفونه يې وړاندې شوي دي چې مفاهیم يې تقریبا سره نژدې دي. د تحلیل عن مفهوم الوسطیة في الفقه الاسلامي لیکوال وايي: حالة – خطابية أو سلوكية محمودة تعصم الفرد من الميل إلی جانبی الإفراط و التفريط.(۴) د وینا او عمل هغه غوره حالت دی چې فرد له افراط و تفریطه خوندي کوي.

افراط تر حد تجاوز ته وايي، او تفریط بیا کموالی دی، له دې هر یوه چې ځان وساتل شي، دا بیا وسطیت یا منځلاريتوب دی. پاس د لغوي او اصطلاحي معناو او د قران کریم له ایاتونو څخه معلومه شوه چې د اسلامي دين اساس پر وسطیت ښودل شوی، د اسلامي دین ښکلا همدا منځلاریتوب دی چې که څوک يې په افراط تر حدودو ګام اړوي یا هم په تفریط؛ نو د دین یو مهم امتیاز او اساس له پام اچوي چې د اسلامي دین یوه مهمه ځانګړتیا او بنسټ دی.

منځلاریتوب په قران او سنت کې:

د الله تعالی په کتاب او رسول الله په سنتو کې د منځلاریتوب په اړه ډېرې لارښوونې موندل کېږي. پخوانیو مفسرینو او فقهاؤ چې په دې اړه بحثونه کړي دي، لومړی يې د قران کریم له دې ايته را پيلوي:

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ (۵)

ژباړه: او تاسو مو منځلاری امت کړئ چې پر خلګو شاهدان شئ.

دې امت ته پر نورو امتونو د شاهدۍ امتیاز ور کول هم د همدې منځلاریتوب له امله دی. منځلاریتوب یو ډول انساني فطرت دی، انسان که زیات خوراک وکړي ستونزې ورته جوړوي او که لږ وکړي بې انرژۍ کېږي، خو که افراط و تفریط ونه کړي، له دواړو زیانونو به خوندي وي. منځلاریتوب یوازې په دین کې اړین نه دی، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې انسان او ټولنه ورته اړتیا لري. پښتانه یو متل کوي: مه دومره تریخېږه چې څوک دې وغورزوي او مه دومره خوږېږه چې خلګ دې وخوري؛ بلکې میانه روي اړینه ده.

د خدای د غوره بندګانو په صفاتو کې الله تعالی وايي:

وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا (۶)

ژباړه: او دوی چې کله نفقه کوي؛ نه اسراف او نه کمبود کوي، بلکې میانه روي غوره کوي.

همدې ته ورته یو بل ايت کې هم رغلي دي:

وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا (۷)

ژباړه: او مه له صدقې څخه یو مخیز لاس اخله او مه يې پوره پرانیزه نو به ملامت شوی پښیمانه شې.

له دې ایاتونو څخه معلومه شوه چې په خیرات کې میانه روهي لازمي ده، نه دې بیخي بخیل جوړېږي چې هیڅ نه ترې بیلېږي او نه دې داسې کوي چې له ډېره اسرافه وروسته خپله هم پښيمانه وي او نور يې هم ملامت کړي. بلکې غوره او ښه حالت يې منځنی دی چې نه ځان زیانمن کړي او نه ټولنه بې خیره پرېږدي؛ نه باید سیخ وسوځول شي نه کباب!

د منځلاریتوب تګلاره د اسلام د نزول مهال هم عملي شوې ده. د الله کتاب په یوه پلا نه دی نازل شوی، نه داسې کېدل چې ورته اړتیا به وه خو الهي قراني پيغام به نه راتلی. بلکې د قران کریم نزول په ۲۳ کاله کې وشو چې د میانه روهۍ یو بهترین مثال دی. په یوه پلا د قران نزول پر خلګو د عمل او زدکړې له مخې بوجېدی او ټولنه يې له اعتدال څخه د تشدد لور ته وړه. له دې څخه حتمن د فرد په خپل شخصي ژوند او له ټولنې سره په تړلو مواردو کې تشدد رامنځته کېده او دا وېره هم موجوده وه چې ځینو اصحابو له رسول الله څخه مخ اړولی وای ځکه انسان په یوه وار د ډېر بوج پورته کولو توان نه لري او فطرت يې همداسې جوړ دی. که بیا د اړتیا مهال احکام ځنډیلي وای هم به يې ټولنه د سموالي او سمون پر ځای تشنج ته وړې وای. ځکه د قران کریم احکام له عملي ژوند او چارو سره تړلي و چې د خلګو ترمنځ د ستونزو د حل و فصل پرېکړې ور پورې تړلې وې، نو ځنډېدا يې هم حتمن له ستونزه خالي نه وه. یوازینۍ لار يې همدا د منځلاریتوب او اعتدال لار وه چې قران د همدې تګلارې له مخې په ۲۳ کاله کې نازل شو.

رسول الله په خپل دعوت او عملي لارښونو کې هم د قران کریم تګلاره عملي کوله، په یوه وار يې خلګ تر بوج لاندې نه راوستل. په یوه حدیث کې دي:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ حِينَ بَعَثَهُ إِلَى اليَمَنِ: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا مِنْ أَهْلِ الكِتَابِ، فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ، فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ صَدَقَةً، تُؤْخَذُ مِنْ أَغْنِيَائِهِمْ فَتُرَدُّ عَلَى فُقَرَائِهِمْ، فَإِنْ هُمْ طَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَإِيَّاكَ وَكَرَائِمَ أَمْوَالِهِمْ، وَاتَّقِ دَعْوَةَ المَظْلُومِ، فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ» (۸)

ژباړه: له ابن عباس رض څخه روايت دی چې رسول الله ص معاذ بن جبل یمن ته لېږه ورته وې ویل: ته د اهل کتابو یو قوم ته ورځې، کله چې ورسې، بلنه ور کړه چې دوی شاهدي ور کړي له الله پرته بل معبود نه شته او محمد د الله رسول دی. که يې په دې کي ستا اطاعت وکړ، بیا خبر ور کړه چې الله تعالی پر دوی په یوه ورځ او شپه کې پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی. که يې دا هم در سره ومنل، بیا خبر ور کړه چې الله پر دوی زکات فرض کړی دی، له شمتنو به يې اخیستل کېږي او بې وزلانو ته به يې ور کول کېږي. که يې دا هم در سره ومنله، نو د هغوی له غوره مالونو ځان ساته، د مظلوم له ښرا وډار شه، بېشکه د ده او الله ترمنځ هيڅ پرده نه شته.

له دې حدیث څخه موږ ته د میانه روۍ بهترین مثال په لاس راځي. رسول الله ص له دې سره چې دا احکام نازل شوی وو، مسلمانانو په همدې وخت کې عملي کول، مګر یو نوي مسلمان ته يې په یوه وار ډېر احکام نه وړاندې کول. رسول الله په خپل عملي او قولي سنتو ثابته کړې وه چې دین اسانه دی. الله تعالی د قران کریم د نزول مهال خپل مخلوق ته روښانه کړه چې الله د اسانۍ اراده لري سختي نغواړي. اعتدال انسان په نارمل حالت کې ساتي او تشدد انساني طبیعي نارمل حالت له منځه وړي، ځکه نو نارمل انسان هغه لار غوره کوي چې اسانه او ګټوره وي. نارمل انسان د خلګو په خبرو کې فکر کوي او ښه يې ترې اخلي او بدې يې ایله کوي، مګر د احساساتو مهال څوک نه شي کولای چې حواس پر ځای وساتي او د ګټې و ناګټې خبرې سره تفکیک کړي، له دې امله قران کریم د دې لاندې صفت لرونکي کسان د زیري وړ بللي دي:

فَبَشِّرْ عِبَادِ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ (۹)

ژباړه: زماهغو بندګانو ته زیری ور کړه چې وینا ته غوږ ږدي، نو د ښې وینا پيروي کوي. همدوی الله هدایت کړي او همدوی د عقل خاوندان دي.

د بل وینا ته غوږ ښودل او ښه يې منل تر نورو يې تېرېدل خپله د اعتدال یو غوره مثال دی. قران کریم په دغو مفاهیم سره اسلامي منځلاریتوب ته اشاره کوي. د قران کریم ډېر تمرکز پر استدلال او غوږ ښودلو دی. له دې امله چې قران کریم په معجز ډول رسول الله ته ور کول شوی له دې امله يې پر اعتدال، منځلاریتوب او تعقل و منطقیت ډېر ټینګار کړی دی. ان قران کریم ویلي، د بدۍ په ځواب کې د نیکۍ اعلا مثال وړاندې کړئ چې سخت دښمن به دې ټینګ دوست شي. (۱۰) وسطیت فطري حالت دی، په فطري حالت کې د خدای معرفت او خلګو ته د ګټو رسولو چانس تر هغو استثنايي حالاتو یو په څو چنده وي چې کله ناکله په بیړنیو وختونو کې رامنځته کېږي. د منځلاریتوب تر ټولو لویه ښېګڼه دا ده چې انساني کرامت پکې خوندي کېږي، د انساني وینې توینې مخنیوی کېږي او انسان په خپل فطري حالت کې وي او هر څه ته تر یوه حده د واقعیت او حقیقت له زاويې ګوري، خو کله چې منځلاریتوب څوک ایله کړي یا افراط یا تفریط ته مخه کړي، نو هرو مرو يې یوه عقده په مخه کوي چې حقیقت ته په رسېدلو کې ډېر وخت د انسان په وړاندې د هغه خپله ذهني عقده خنډ شوې ده. له دین سره د دغسي چلند په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړې ده:

عَنْ سُوَيْدِ بْنِ غَفَلَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ  إِيَّاكُمْ وَالتَّعَمُّقَ فِي الدِّينِ؛ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ جَعَلَهُ سَهْلًا، فَخُذُوا مِنْهُ مَا تُطِيقُونَ، فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يُحِبُّ مَا دَامَ مِنْ عَمَلٍ صَالِحٍ وَإِنْ كَانَ يَسِيرًا. (۱۱)

ژباړه: سوید بن غفله ویل چي له عمر بن الخطاب رض مي واورېدل ویل يې چې رسول الله ص وویل: په دين کې له غلو کولو ډډه وکړئ، ځکه الله دین اسانه کړی دی، نو له خپل وس سره سم عمل په وکړئ، بېشکه الله تعالی ته نیک دوامداره عمل خوښ دی که څه هم لږ وي.

په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر یوه عمل د استقامت او دوام لپاره بهترینه نسخه وړاندې کړې ده. که څوک تر طبیعي حالت ور اضافه ډېر کار وکړي نو ترې خسته کېږي او اخیر ځنې پاتېږي، بل لور ته که څوک عمل بیخي نه کوي، نو سوکه سوکه د نورو اعمالو ایله کولو ته هم اړ کېږي ځکه چې ده تساهل خوښ کړی دی. دا نسخه د دنیوي کارونو په اړه هم صدق کوي. که دنیاوي کارونه ډېر وشي هم خستګي رامنځته کوي او که بیخي صرف نظر شي نو انسان بیا تر حد زیات لټۍ ته اړ کېږي. ښه لار يې دوامداره کار دی چې له وس سره سم وي. دا اصل هم په دین کې د تطبیق وړ دی او هم په دنیوي چارو کې.

لنډیز:

انساني تجربه موږ ته په ګوته کوي چې د ستونزو په وړاندي هغه وخت د بریا چانس زیات وي چې کله يې پر ټولو اړخونو په ساړه دماغ فکر وشي او دا کار یوازې په منځلاریتوب کې ممکن دی. ځکه د افراط پلویان د عواملو له مخې له منځني حالته وتلي او د تفریط دا همداسې در واخله. انساني اذهان حقیقت ته په رسېدو کې هسې هم له بلا ستونزو سره مخېږي، که د اعتدال لار ورکه کړي او د عیني ستونزو تر څنګ په رواني او ذهني مشکلاتو کې هم راګير شي نو حقیقت ته رسېدل يې که محال هم نه وي بیخي ډېر ستومنزمن خو هرو مرو دی. د دې لپاره چې په دین او دنیا دواړو کې بریا تر لاسه کړو باید د وسطیت په فلسفه ځانونه پوه کړو. د دین او دنیا او د دنیا و اخرت دواړو لپاره دا یوه ګټوره تګلاره ده.  خدای د همدې امر کړی، دین يې د همدې اصل په رڼا کې را لېږلی، رسول يې د همدې اصل د تطبیق لپاره ۲۳ کاله عملي مبارزه وکړه او په انساني تجربو کې موږ د دې تګلارې هغه ګټې ولیدې چې په نورو لارو يې تر لاسه کول له سختو پيچومو تېرېدل غواړي.

۲۰۱۸/ ۹/ ۸

۱)مجلة البحوث الاسلامیة، مسلسل شمېره: ۷۶، مخ: ۱۷۴، له رجبه تر شواله، کال: ۱۴۲۶هق.

۲)البقره: ۱۴۳.

۳)ال عمران: ۱۱۰.

۴)تحلیل عن مفهوم الوسطیة في الفقه الاسلامي: ۱۷۳.

۵)البقره: ۱۴۳.

۶)الفرقان: ۶۷.

۷)الاسراء: ۲۹.

۸)بخاري کتاب المغازي باب بعث ابي موسی و معاذ الی یمن قبل حجة الوداع حدیث نمبر: ۴۳۴۷.

۹)الزمر: ۱۸.

۱۰)الفصلت: ۳۴.

۱۱)امالي د ابن بشران، المجلس الثاني والاربعون حدیث نمبر: ۶۷، د دار الوطن ریاض چاپ، د چاپ کال: ۱۹۹۷م.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x