افغانستان

امریکایي استخبارات پر افغانستان د څار لپاره په پاکستان کې د اډو موندلو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): امریکايي رسنۍ وایي، د امریکایي استخباراتو مرکزي اداره «سي‌ آی اې» له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې هڅه کوي، په پاکستان کې مرکزونه ولري‌ او له هماغه ځایه پر افغانستان نظر وساتي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو امریکایي کارپوهانو له خولې لیکلي، چې امریکایي او پاکستاني چارواکي لا هم په پاکستان کې د امریکايي‌ استخباراتو د احتمالي مرکزونو په موضوع خبرې کوي او داسې نښې شته چې دواړه لوري‌ به ښایي توافق ته ورسېږي.

د امریکایي‌ کارپوهانو له قوله، د پاکستاني‌ او امریکایي چارواکو په بحثونو کې پاکستان قانع شوی، چې امریکایي‌ استخباراتو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړي؛‌ خو شرط یې اېښی چې‌‌ په افغانستان کې هر په نښه کېدونکی هدف باید لومړی د پاکستان له لوري تائید شي.

د سرچینې په حواله‌، په تېره اوونۍ کې د امریکایي استخباراتي ادارې مشر پاکستان ته پټ سفر کړی او د یاد هیواد له چارواکو سره د‌ پورتنۍ موضوع په اړه غږېدلی.

که چېرې امریکایي استخباراتي منسوبین په پاکستان کې اډې ومومي، نو له هماغه ځایه به د طالبانو، القاعده او داعش په اړه معلومات راټولوي‌ او په افغانستان کې به استخباراتي شبکې فعاله ساتي‌.

پاکستاني چارواکي که څه هم‌ په پرلپسې ډول امریکایانو ته د اډو ورکول ردوي؛ خو تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت پنټاګان هم ویلي‌ و، چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره امریکا ته د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې.

امریکا پر افغانستان تر یرغل را وروسته په پاکستان کې پوځي‌ اډې درلودې او له هماغه ځایه یې‌ په افغانستان کې ډرون بریدونه کول، خو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستاني‌ پوځيانو پر پوسته د ناټو ځواکونو تر بمبارۍ وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې شوې او پاکستان امریکایي‌ عسکرو ته په بلوچستان کې د شته اډې د تخلیه کولو امر وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

که چیری پاکستان امریکایانو او یا ناټو ته اډه ورکړی او له هغه ځایه پر افغان خاوره برید وشی که چیری دافغانستان واک او آداره دطالبانو په لاس کی وی نو باید پاکستان ته داسی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چی دتاریخ په اوږدو کی یی بیا دیاده ونه باسی اوطالیبان باید دپنجاپ سره ټولی اړیکی پرې کړی او همدا اوس باید پاکستان ته وریاده شی چی دا کار باید ونکړی کنه نو بیا د دافغانانو کلک ځواب ته شیبی وشمیری

طوطی

اوس خو نامرده او ناځوانه پنجاب ټولو ته معلوم شو خو ګورو به چی ملا فضلورحمن او حامدالحق څه وایی چی جهاد چیرته روا دی افغانستان کی یا پاکستان کی.

طالب بیچاره فکر کوم چی تنها پاتی شو په ولا چی اوس می طالبانو ته زړه بد شی. خو زه طالبانو وایم چی د تنهایی احساس ونکړی راشی خپل وطن کی مشته شی بیا ګوری چی ټول افغانان به تاسو سره وی. الله د ریښتنی او واقعی طالبان حفظ لری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx