افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د دوحې توافقنامه لا هم نه ده نقض شوې، ټول لوري يې د عملي کېدو پلوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، ټول لوري د دوحې د توافقنامې د عملي کېدو پلوي کوي او امریکا هم غواړي، چې د بندیانو د خلاصون په ګډون د یادې توافقنامې ټول بندونه عملي شي.
زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د دوحې توافقنامه لا هم نه ده نقض شوي او ټول جهتونه ددې پلوي دي، چې یاده توافقنامه عملي شي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د اووه زره طالب بندیانو خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل د دوحې توافقنامې برخه دي، چې دده له قوله، لا هم د طالبانو له لوري د ځینو ګامونو اخیستلو ته اړتیا لیدل کېږي، تر څو دا توافق عملي شي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل

خلیلزاد له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، چې د امریکا ولسمشر دې پایلې ته ورسېد، چې که له افغانستانه د پوځیانو ایستل د شرایطو په سموالي پورې وتړل شي، نو هیڅ کله به امریکایان له افغانستانه ونه ایستل شي.
د نوموړي له قوله، په اوسني وخت کې د امریکا علیاء مصالح دا ایجابوي، چې بهرني ځواکونه شرایطو ته له کتو پرته له افغانستانه د یو مهالوېش له مخې ووځي.
ده له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو ګټه دا یاده کړه، چې دده په اند له دې سره د طالبانو د جګړې مشروعیت پای ته رسېږي او د سولې په خبرو کې ښایي د پرمختګ لامل شي.

د افغان سولې خبرې

خلیلزاد په دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو ته په اشارې یاده کړه، چې دا مذاکرات لا هم ورو روان دي او بریالي نشي بلل کېدای؛ ځکه دده په خبره، مذاکره کوونکي لوري د سولې پر اصلي موضوعاتو بحث نه کوي.
ده زیاته کړه، چې طالبان سولې ته لېوالتیا لري او په قطر کې شته پلاوی یې هم له صلاحیتونو برخمن دی.
دده له انده، د طالبانو نظر دا دی چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او په نویمو کلونو کې د زور له لارې د واک نیول هم یوه «تېروتنه» وه.
د خلیلزاد په خبره، ددوی له وړاندیز سره سم د جمهوریت ټیم د سولې لپاره طرحه چمتو کړه، خو طالبانو د خپلې طرحې د شتون خبر ورکړی دی، خو لا یې هم له امریکا سره نه ده شریکه کړې.

د افغان سولې تازه هڅې

خلیلزاد وویل، چې د امریکا د بېلابېلو وزارتونو له استازو سره افغانستان ته راغلی، تر څو دلته په بېلابېلو مسایلو وغږېږي.
ده کابل ته د پاکستان او برتانیا د لوی درستیزانو د سفر په تړاو وویل، چې د افغان سولې پروسه بېلابېل اړخونه لري، نو ځکه باید د پاکستان او کابل تر منځ تفاهم رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دغه زوړ کچر هم ګډ وډ غږېږي،،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x