روغتیا

عامې روغتيا وزارت د يونيسيف په همکارۍ په لسو روغتونونو کې د اکسيجن د توليد ماشینونه نصبوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکتر وحید مجروح، په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر سره له ليدنې وروسته وويل چې په ګډه همکارۍ د لسو ولايتونو په لسو روغتونونو کې د اکسيجن د توليد دستګاوې چمتو کوي.

ښاغلي مجروح، په اوسني وضعیت کې ددې ماشینونو چمتو کول او نصبول یوه جدي اړتیا ګڼلې او د یونیسف ادارې له مسؤولینو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دغه پروسه چټکه کړي ترڅو اکسیجن ته اړتیا لرونکي ناروغان ورته ژر تر ژره لاسرسی ولري.

د عامې روغتيا سرپرست وزير په داسې حال کې د يونيسيف مسئولينو سره ليدنه کړې چې د هېواد په شاوخوا کې د کرونا ويروس دريمه څپه په چټکۍ خپريږي، او د ناروغانو د مړينې شمېر ورځ تر بلې ډيرېدونکی دی.

د پلازمينې کابل سربېره د هېواد يو شمېر روغتونونه ناروغانو لپاره د اکسيجن او بسترونو په چمتو او مهیا کولو کې پاتې راغلي، چې له کبله يې ناروغان د مرګ او ژوند ترمنځ شپې تيروي.

د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مسئولينو په ګډه ناسته کې د يادې ادارې مشر ژمنه وکړه چې د کوویډ-١٩ روغتونونو لپاره د اکسيجن ماشينونو نصبولو پلان چمتو کوي او ډېر ژر به یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.

د روغتيا وزارت د وينا له مخې، ټاکل شوې چې دغه دستګاوې به د روانه مياشت د غبرګولي په ١٩مه د چهارشنبې په ورځ هېواد ته راورسېږي، چې د نصب او فعالولو کار به یې د کووېډ-١٩ روغتونونو کې سمدلاسه پیل شي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کرونا وبا له کبله تېره ورځ خونړۍ وه چې په څلورويشت ساعتونو کې تر ټولو زيات ۵۶ کسان مړه شوي او ۱۵۸۲ نور پرې اخته شوي دي، په داسې حال کې چې يوازې ۳۶۸ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx