روغتیا

افغانستان کې د کرونا واکسینو لومړی او دوهم دوز ودرول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کرونا واکسینو د کموالي له کبله هېواد کې د واکسینو لومړی او دوهم دوز د نامعلومې مودې لپاره درول شوي دي.

د روغتیا وزارت د خبر له مخې ویل شوي، هغه کسانو چې د استرازینیکا (کوویشیلد) واکسینو لومړی دوز لګولی باید لاندې نکاتو ته پام وکړي:

  • د لومړي او دوهم دوز ترمنځ له ۴ تر ۱۶ اونیو فاصله شتون لري.
  • په اصطلاح هغه کسان چې د یادو واکسینو لومړی دوز یې لګولي، کولی شي د دوهم دوز لپاره د واکسینو نه شتون پرمهال تر ۱۶ اونیو هم انتظار وباسي.
  • د لومړي او دوهم دوز ترمنځ اوږده وقفه معافیت له منځه نه وړي.

د روغتیا وزارت ژر تر ژره ټولو اتباعو ته په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې خورا زیات خطر لري د کرونا واکسین د چمتو کولو ژمنه کوي.

May be an image of text

باید وویل شي چې له دې وړاندې هند د افغانستان سره ۵۰۰ زره دوزه، او د کوواکس پروسې له لارې د واکسین نړیوالې ادارې ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

لکه څرنګه چې اوسمهال په افغانستان کې د کرونا واکسین ختم شوي، او یو شمېر هغه کسان چې لومړی دوز یې لګولی له اندېښنې سره مخ شوي دي، خو روغتیا پوهان وایي چې د واکسینو یو دوز اخیستل هم د کرونا پر وړاندې ګټه رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x