افغانستان

ترکیه: که مو شرطونه ومنل شي، په کابل هوايي ډګر کې به ځواکونه پریږدو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): ترکیې ویلي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته په کابل هوايي ډګر کې ځواکونه یوازي هغه وخت پرېږدي کله چې ددوی شرطونه د ایتلافي هیوادونو او ناټو لخوا ومنل شي.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار دغه خبره د اکساز په نامه سمندري قرارګاه کې د بحري ځواکونو د تمریناتو د لیدنې څخه پر مهال کړې ده.

نوموړي ویلي چې انقره په دې اړه د امریکا سره خبرې کړي او همداسي يې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې دغه موضوع تر بحث لاندي نیولې.

نوموړي هغه شرطونه نه دي ذکر کړي چې لمخې به یې دوی په کابل هوايي ډګر کې د پاته کېدو پریکړه کوي خو هغه ایتلافي هیوادونه مخاطب کړي او ویلي يې دي: «که دغه شرطونه ومنل شي، مونږ کیدای شي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې شو، مونږ د خپلو شرطونو په اړه ستاسو جواب ته منتظر یو».

نوموړي افغان ولس خپل وروڼه بللي دي او ویلي يې دي چې «اصل هدف په افغانستان کې سوله ده، مونږ تاریخي ورورولي لرو، مونږ به تر هغو په افغانستان کې پاته کیږو تر څو چې افغان ولس مونږ غواړي چې ددوی مرسته وکړو».

د یادونې وړ ده چې د امریکا نوي انتخاب شوي ولسمشر جوبایډن د مئي ۱ وروسته د افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو پریکړه اعلان کړه او ورسره د ناټو ټول غړي تر راتلونکي سپتمبر پوري خپل ځواکونه د افغانستان څخه باسي، خو په دې وروستیو کې داسي ویل کیږي چې د ترکیې هیواد غواړي د کابل هوايي ډګر امنیت او تخنیکي چاري د یوه قرارداد لمخې تر لاسه کړي.

ویل کیږي چې د کابل هوايي ډګر خوندیتوب به ددې تضمین وکړي چې کابل ته د بهرنیو سفارتکارانو، ژورنالیستانو، بشري موسساتو او افغانانو تګ راتګ مصؤون وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

که چیری ترکیه دافغانستان دکمونسټ حکومت اودوستم جنایت کاره محافظه کاران وی نوڅنګه اسلامی ورورکیدا ی سی دوی نه وینی چه دکفارومحافظه کاران که افغانان وی یاخارجان مسلمان ملت جهادپراعلان کړۍ دۍ دوی ته موږهیڅکله ورورنه وایواودغسی جهادپرکوولکه پرنوروکفارو،دازه و طیب اوردوان ته په فیس بوک کی هم لیکم زما سره طیب اردوان دمخه په فیس بوک میسنجر کی رابطه درلوده خووروسته معلومه سوه چه دعثمانی خلافی بیر ته جوړول محظ داسلامی ملکودخطایستو په خا طرویل .عبدالواحد اڅګزۍ

سرفراز

ترکیه اوس دافغانانو پر سر معامله او له امریکا او ناټو څخه امتیازات دیونان او قبرس سره تړی ترکیه په یونان قبرس او اذربایجان کی له ناټو او امریکا سره معامله لری او معامله د افغانانو پر سر کوی او هم دمهاجرو پر سر له هغوی څخه امتیازات غواړی ترکیی ته دطالبانو له خوا بیا هم وریاده شی چی هر ډول معامله دافغانانو پر سر به ورته بدی پایلی ولری

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x