افغانستان

د پولیسو په لیکو کې د جنسي ځورونې راپورونو ته د کورنیو چارو وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ هغو راپورونو ته په جواب کې اعلامیه نشر کړې چې لمخې یې د دغه وزارت تر چوکاټ لاندي ښځینه منسوبینو باندي د جنسي تیریو خبر ورکړل شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راپورونه رد کړي نه دي خو ویلي يې دي چې دوی «د هیواد د پولیسو د ملي پراختیا ستراتیژۍ په اډانه کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو پر ګډون د ژمنتیا سربېره هغوی ته د امن فضا را منځته کولو ته ژمن دي».

د خبرپاڼې سره سم د پولیسو لیکو ته په داوطلبانه ډول د زرګونو په شمېر د ښځو جذب کېدل د کورنیو چارو وزارت د لاسته راوړنو څخه بلل کیږي، او په وینا یې : «کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو په لیکو کې د جنسي ځورونې د ادعاوو څارلو ته جدي ژمنتیا لري او په دې برخه کې هېڅ ډول سرغړونه او تخطي د منلو نده. کورنیو چارو وزارت دا ډول قضیې په جدي توګه څاري او عاملین یې مجازات کوي».

د کورنیو چارو وزارت له لوري دغه اعلامیه وروسته تر هغه نشریږي چې د بي بي سي له لوري په یوه ویډیويي راپور کې ځینو پخوانیو ښځینه پولیسو تور پوري کړی چې پر دوی د دندې پر مهال د مشرانو لخوا جنسي تیری شوی دی او دا پيښې په عام ډول کیږي خو ښځینه پولیسي د ډیرو وجوهاتو له امله نه غواړي چې ځان رسوا کړي.

د یاد راپور د خپرېدا وروسته په کابل کې د امریکا سفیر او د ناټو د چارواکو له لوري هم غبرګون ښودل شوی وو او د کابل حکومت څخه غوښتل شوي وه چې د کورنیو چارو وزارت په لیکو کې پر ښځینه وو پولیسو د جنسي تیریو مخنیوی وکړي.

د بي بي سي راپور:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx