
امريکا او اسراييل د اوربند په موخه د مصر پر ځای د بل منځګړي په لټه کې دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې امريکا او اسراييل د اوربند په موخه د مصر پر ځای د يو بل اغېزمن منځګړي په لټه کې دي.
اناضول خبري اژانس وايي، چې اسراييلو د جګړې مورال بايللی او غواړي له ډيپلوماتيکې لارې روانې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.
سرچينه زیاتوي، چې امريکايي ډيپلوماتان اوس په دې بوخت دي، چې سيمه کې د اغېزمنو قوتونو په منځګړیتوب د اسراييلو او فلسطينيانو جګړې ته د پای ټکی کيږدي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.
سرچينې وايي، چې امريکايي ډيپلوماتان په غير مستقيمه توګه د حماس جهادي ډلې سره په خبرو بوخت دي.
ډيپلوماتيکې سرچينې وايي، چې نوموړو خبرو اترو کې د منځګړیتوب مرکزي کردار د ترکيې او قطر هېوادونو دی او امريکايي چارواکي به په دې اړه ډېر ژر د سيمې د هېوادونو ليدنه وکړي.
له دې وړاندې مصر کوښښ وکړ، چې د اسراييلو او فلسطين تر منځ د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي، مګر د مصري چارواکو هڅې له دې امله ناکامې شوې، چې د مصر پر کودتايي ولسمشر عبدالفتاح السيسي د حماس او ترکيې په ګډون هيچا باور ونکړ.
امريکايي چارواکي هم د سيسي په منځګړیتوب خواشيني وو، ځکه سيسي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم نه و خبر کړی.
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان هم ويلي، د اور بند په اړه دې د مصر پر ولسمشر متقاعد جنرال عبدالفتاح السيسي باور نه کيږي، ځکه هغه د دې وړ نه دی، چې د حماس او اسراييلو ترمنځ روغه وکړي.
ښاغلي اردوغان وايي، چې سيسي د جګړې طرف دی او د اسراييلو په پلوي يې د غزې د جنګځپلو خلکو پر وړاندې د مصر سرحد تړلی دی.
د حماس يو لوړپوړي مشر خالد مشعل هم د اوربند په اړه د مصر منځګړیتوب رد کړی او د مصري چارواکو هغه غوښتنه يې هم نه ده منلې، چې نوموړی دې په دې اړه مصر ته ورشي.
ښاغلي مشعل ويلي، دې ته اړتيا نه ويني چې د مذاکراتو لپاره دې مصر ته ولاړ شي؛ ځکه چې د دوی غوښتنې او شرطونه څرګند دي.