لیکنېنظــر

د سولې مخې ته پراته خنډونه

سردار نجیب الله امین

د هر پلان د پلي کېدو پر وړاندې سدونه او خنډونه خامخا وي! نو اړینه ده چې لومړی خنډونه لرې او وروسته د پلان د تطبیق لپاره عملي کار پیل شي.

کېدای شي چې په افغانستان کې هم د سولې مخه ګڼو ستونزو نیولې وي، خو زما په اند یې اساسي ستونزې دغه لاندې دي:

۱- زموږ پټې خزانې.
۲- زموږ هغه اوبه چې پردي فصلونه خړوبوي.
۳-بهرنۍ لاسوهنې.
۴- د پوهې کمښت.
۵- ګوریلایي اقتدار.
۶- نیابتي جګړې.
۷- له ناوړو کسانو سره د واک واګي.
۸- د سیاسي بصیرت نشتون.
۹- ځانغوښتنه او یو تر بل ځانونه لوړ ګڼل.
۱۰- د کسات اخیستلو فکر.
۱۱- شخصي دښمنۍ.
۱۲- په جګړو کې شخصي ګټې.
۱۳- سرتمبګي او تکبر.
۱۴- لوېدلی اقتصاد.
۱۵- سمتي او نژادي تبعیض.
۱۶- دودیز تعصبات.
۱۷- دوامداره یا پرله پسې جګړې.
۱۸- د بشري حقوقو تر نوم لاندې د ځینو هغو ښځو نامناسب غبرګون؛ چې شاته یې تور لاسونه دي.

خو تر ټولو مهم خنډ (چې د سولې مخې ته لکه پړانګ داسې پروت دی هغه) زموږ تر خاورو لاندې (د دری ترېلیونو ډالرو په ارزښت سره) هغه پټې خزانې دي؛ چې د نړې هېڅ هېواد یې هم نه لري.
نو ځکه خو زه په زغرده وایم چې پر افغانانو پرله پسې تیري او تجاوزونه د افغانانو په خزانو دي، نو څو چې دغه خزانې وي؛ جګړې ارومرو شته.

په دویمه درجه کې زموږ له خپل دین څخه ناسم تعبیر هم دی؛ چې معبران یې زموږ د ځوان نسل په مقدسو احساساتو باندې لوبې کوي.

موږ باید ډېر وړاندې فکر وکړو، راتلونکي حوادث وړوکي و نه ګڼو، د خپلو خوږو اولادونو لپاره د دښمنیو پر ځای د دوستۍ تخمونه وشيندو.

شک نه لرم چې د هر متجاوز پر وړاندې درېدل زموږ فرض دی او دغه دستور موږ ته زموږ دین، زموږ وجدان او زموږ تاریخ راکوي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده چې: دغه د ((الله اکبر)) مبارکې او پاکې نارې ته موږ څوک رابولي او د څه په وجه موږ جهاد ته اړ کیږو؟ دا ولې چې کله یو نړیوال جابر قوت مات کړو دستي بل راشي او هغه چې مات کړو وروسته بل او پسې بل او بل…؟

موږ ولې یو بل نشو زغملای؟
ولې په خپلو وروڼو باندې زرګونه سپک او ناسم نومونه ږدو؟
موږ ولې د خپل ورور عزت د پردیو په ناپاکو لاسونو لوټ او تالانوو؟
نه نه!!!
داسې پوښتنې ستونزې نشي حل کولای، بلکې لا یې پسې زیاتوي! نو ځکه خو باید اصلي ټکي ته راوګرځو؛ چې هغه زموږ د سولې لپاره تر ټولو ښه او بنسټيز قانون دی او
هغه داسې:
زموږ د سولې اساس د حدیبیې صلح ده چې حضرت محمد(صل الله علیه و آله و سلم) د مکې مکرمې له مشرکینو سره وکړه؛ خو که هغه څوک نشي زغملای، نو بیا د مکې معظمې د فتحې په ورځ د جهانونو د سردار (صلی الله علیه و آله و اصحابه و سلم) هغه سوله دریادوم ؛ چې شاوخوا (۱۴۰۰۰۰) یو لک او څلوېښتو زرو کسانو د دغه ستر شخصیت خوږې او له (یو مخ) مینې ډکې خبرې د زړه په غوږونو پکې آورېدلې.
پوهېږئ چې په هغو مبارکو خبرو کې اساسي ټکي او توصیوي نکتې کومې وې!

متحد اوسئ.
ظلم او تجاوز مه کوئ.
د یتیم مال مه خورئ.
شریعت ته شاوې مه اړوئ.
په سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو ترحم کوئ.
تکبر او لویي مه کوئ.
له مسلمان ورور سره مو کینه مه ساتئ.
مینه ناک او مهربانه ژوند غوره کړئ.
تمسخر او انتقاد مه کوئ.
جهاد او تقوا مه پرېږدئ.
زړونه او فکرونه مو پاک ساتئ.
وخت مه ضائع کوئ.
مرګ مه هېروئ.
هر څه چې کوئ هغه د الله د رضا په خاطر کوئ.
له الله درکړو نعمتونو څخه پر ځای ګټه پورته کړئ او شکرانه یې اداء کړئ.
د مصیبت پر وخت صبر او حوصله کوئ.

د الله ستر حبیب (صلی الله علیه و آله وسلم) خپل ټول دښمنان و بښل؛ آن هغه بې رحمه هند بنت عتبه یې هم و بښله؛ چې د احد په غزوه کې یې د ده مبارک د شجاع تره حضرت حمزه (رضی الله تعالی عنه) ځیګر وروسته له شهادت څخه، په خپلو کرغېړنو لاسونو، د هغه مبارک له پاکې سینې څخه (د خنجر په څوکه) را و ایست.
تاسو پوهېږئ چې سردار کونین ولې کسات وانخیست؟
ولې یې د مکې معظمې د مشرکینو مشر ابو سفیان (سخر ابن الحرب) د هغه ښځه (هند بنت عتبه) عکرمه ابن ابو جهل، د امیه ابن خلف زوی (صفوان ابن امیه ابن خلف) او داسې نور… ستر دښمنان و نه وژل، بلکې ویې بښل؟

دغه خلک ناپوهان نه؛ بلکې کینه کښ وو! ځکه خو یې (څه کم) درویشت کاله د اسلام پر ضد جګړې وکړې، خو بیا هم وبښل شول! دا نو ولې؟؟؟
ځکه چې حضرت محمد (صل الله علیه و آله وسلم) شجاع او مېړه ؤ.
دغه د عبدالله زوی او د عبدالمطلب لمسی؛ مرد ؤ او مردان یا مېړونه تل همداسې مېړانې کوي، مېړونه کساتونه نه اخلي؛ بلکې هغوی پوهیږي چې((گذشت خصلت مردان است)) نو دوی خپله مردانګي یا شجاعت او مېړانه ثابتوي.

د غصې او قهر قابو کول او تېرېدنه، دا د هر – هر چا کار نه دی، بلکې دا کار یوازې زورور او بهادر خلک کولای شي، د کمزورو تر وس یې تېر بولم.
تاسو وګورئ! سپی د لاس په تشو ښورولو سره هم تر ډېره سړي ته غاپي، اما وری چې په وهلو – وهلو ووژنې هم عکس العمل نه ښیي!!!

زه دا نا وایم چې موږ باید هېڅکله توره پورته نه کړو! نه نه!!! دا کار له نارینه وو سره عیب دی، بلکې زما هدف دا دی چې: د میدان فاتح باید د کسات پر ځای بښنه وکړي؛ ځکه چې همدا شجاعت او مېړانه ده او له سترو فاتحانو سره همداسې کړنه ښائسته ښکاري، نه اجبار او سرتمبګي.

زه غواړم چې د میدان فاتح باید خپله مردانګي وښیي او د یوه ستر شخصیت په توګه خپل نوم د تاریخ په ګردجن کتاب کې ثبت کړي.
زه لومړی په افغانستان او بیا په ټوله اسلامي نړۍ کې (پرته له قید او شرط څخه) سوله غواړم، زما هدف دا دی چې؛ ټول مجرمین باید وبښل شي او د هغوی د شومو او کرغېړنو کارونو په بدل کې مېړانه ورسره وشي.

زه غواړم چې د مجرمینو په هکله تاریخ قضاوت وکړي او جزا یې الله پاک ته وسپارل شي.

که د میدان وړونکي په کساتونو لاس پورې کړ؛ نو پوه شئ چې دوه تاوانه به وکړي؛ لومړی دا چې خپل شخصیت به داغي کړي او دویم دا چې مجرم به یو ځل بیا د اقتدار تر پولو و رسوي او د مقاومت تر نامه لاندې به د اتل لقب هم د هغه نصیب کړي.
نو په نتیجه کې به جګړه دوامداره شي، ملامت او سلامت به سره ګډ شي او د فاتح قربانۍ به په توفدانیو بدلې شي، لکه چې ومولیدل.

په آخر کې غواړم دا خبره وکړم چې: هر چاته به تر یوه حده قناعت ورکړل شي، خو د هغو خلکو له لاسه د ټوپک اخیستل ګران کار دي، څوک چې خپل رزق د پردیو د وینو په تویولو کې لټوي؛ ځکه چې داسې خلک په هېڅ هم نه وي بند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

عفه په شخصي چوکاټ کي بخښلو ته وایي چي ښه کار دی او دا د یوچا حق دی چي خپل مجرم بخښي او که بدل ځني اخلي. خو د جنایتکاره په سزا رسولو کي غفلت هم جنایت دی. کله چي جنایتکاره وبخښو دی په راتلونکي کي تر پخوا ستر جنایتونو ته لاس اچوي ځکه چي ظالم او بې انصافه شخص داسي دی لکه کرک چې وې نسې لوی اودسمات ځني کیږي او چي ایله یې کړې الوزي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x