افغانستان

د جرمني پوځ له ۲۲زرو لېټرو زيات شراب بېرته له افغانستانه وړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د جرمني حکومت اعلان کړی، چې له ۲۲زرو لېټرو ډېر شراب به بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي.

جرمني دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې امريکا او ناټو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او د نورو پوځي توکو سربېره يې د ۲۲۵۰۰ لېټرو شرابو لېږدولو پرېکړه هم کړې ده.

د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ له پېلېدو سره د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړو زور اخيستی او ګڼې سيمې د حکومت له ولکې په وتو دی.

ناټو خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې د امنيتي ستونزو د زياتېدو پر مهال د نشه‌يي توکو له کارولو ډډه وکړي.

سره له دې، چې د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼو سترو ښارونو کې د شرابو پلورلو کاروبار روان دی، خو د افغانستان د مذهبي او کلتوري لاملونو له امله څوک په ښکاره توګه د شرابو پېر او پلور ته زړه نه ښه کوي.

د جرمني د دفاع وزارت وياند ويلي، د زرګونو لېټرو شرابو د بېرته لېږدولو لپاره يې له يوه قرادادي سره خبره شوې ده.

د تېرې جمعې په ورځ د جرمني دېرشپيګل مجلې په خپل رپوټ کې ويلي و، چې جرمني ځواکونه په افغانستان کې له ځان سره ډېر زيات شراب لري او جرمني پوځيان هره ورځ د دوو بوتلو شرابو څښلو اجازه لري.

د رپوټ له مخې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ته نږدې د جرمني پوځ په مرمل کيمپ کې تر ۶۰ زرو بوتلو ډېر شراب شته.

د ۲۰۰۱ کال د جګړې راهيسې تر اوسه په افغانستان کې ۵۹ جرمني پوځيان وژل شوي او اوس هم له ۱۱۰۰ زيات جرمني پوځيان په افغانستان کې پراته دي.

دا په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، چې دی له طالبانو سره شوي تړون ته ژمن دی او د راتلونکې سپټمبر مياشت تر يوولسمې نېټې به ټول امريکايي او ايتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

پنټاګون وايي، له افغانستانه د امريکايي او ايتلافي ځواکونو د وتلو او پوځي توکو د ويستلو لړۍ تونده روانه ده او داسې تمه شته، چې تر ټاکل شوې نېټې مخکې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

د جرمنی نور خیانتونه پر خپل ځای خو دا خیانت یی د خپلو ګوډاګیانو سره بلکل زد بشر ده. نور خو پریږده دا مفت شراب یی هم پری نلوریږی. هه هه هه…

تور سپین

ددغه شرابو په نشه به يى افغان عسکر او واکداران پر خپل يعنى افغان ملت ده سپى په شان ښکارل او ملت يي در پدره کړى چه دا شاشي ځنى يو سى او ډالر ور باند بند شى نشه به يى د سره والوزى او څه فکر به وکړى چه دا شل کاله مو ولى داسى ظلمونه او ناروا کارونه وکړل او که ربالعزت يى توبه ورپه نصيب کړى وه توبه به او باسى او د وطن د اصل بچى په شان به د وطن خدمت ته اوږه ور کړى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx