اقتصادنظــر

د امریکا اقتصاد ولې له دومره جګړو او مصارفو سربیره بیا هم نه خرابېږي؟

سیف الله حمیدي
دا باید ومنو چې امریکا د نورو له غمه مړه نه ده، بلکې غواړي خپلې مهمې ملي ګټې که په هر قیمت وي تر لاسه کړي او ویې ساتي، د خپلو ملي ګټو د ساتلو او تقویه کولو لپاره لاندې ستراتیژي پرمخ وړي:
لکه؛ ډپلوماسي، بشري مرستې، استخبارات، اقتصادي فشارونه او نظامي یرغل، د خپل اقتصاد، د لا غښتلي کولو لپاره له هیڅ شي مخ نه اړوي او نه له چا ویره لري، نه شرم. چې ښکاره مثالونه: یې په عراق، افغانستان او پر پانامې برید و.

د اقتصادي ترهګرۍ نومي کتاب لیکوال جان پرکنز په خپل کتاب کې لیکي (( کله چې صدام حسین په ۱۹۹۰ م کال کې د اګسټ په میاشت کې پر کويټ برید وکړ، بوش سمدستي غبرګون وښود او له نړیوال قانونه د سرغړونې پر بنسټ یې د صدام حسین دا کړنه وغندله، په داسې حال کې چې بوش خپله څه کم یو کال مخکې پر پانامې غیر قانوني او یو اړخیز برید کړی و او په ۱۹۹۱ م کال په لومړیو میاشتو کې یې پر عراقي پوځ او ښاري آبادۍ هوایي بریدونه وکړل)) اوس پوښتنه دا ده، دې بریدونو ولې د امریکا اقتصادي وضعیت کمزوری نه کړ، په داسې حال کې جګړه د اقتصاد د زاوال سبب ګرځي، بلکې د امریکا اقتصاد یې لا غښتلی او پیاوړی کړ، په دې پوهېدل اړین دي، چې د امریکې په کوم کار کې ګټه نه وي نه یې تر سره کوي. همدا رنګه که امریکا د وسلو د خرڅلاو بازارونه له لاسه ورکړي، که ډالر یې په نړیوال بازار کې نورو اسعارو ته ځای پریږدي او د نړۍ د کمزورو هېوادونو کانونه چور نه کړي، نو؛ ډېر ژر به یې اقتصاد او دبدبه صفر ته راکښته شي.

امریکا د اقتصادي پرمختګ یو لوی لامل دا هم کېدلی شي، چې بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو ته، په دوو شرطونو پور ورکوي:

لومړی شرط: د پور پیسې له سود سره غواړي، نو کله چې پور اخیستونکی هېواد داسې پور واخلي نو زور یې بیا د ولس څخه وباسي، آن تر دې چې د خپل ولس له پوستکي او ستړې مزدورۍ څخه هغوی ته پور سره له سوده تیاروي، خو هغه هېواد نور هم له پښو غورځي او اقتصاد یې فلج کیږي.

دوهم شرط: هر کله چې پور اخیستونکی پور اخلي نو ورته ویل کیږي پروژه به یې زمونږ شرکت مخ ته وړي.

د امریکا د اقتصادي پرمختګ لومړني لاملونه!
د امریکا د اقتصاد د بخت ستوری هغه وخت وځلېده، چې لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې د نړۍ ځینو هېوادونو جګړه کوله او دی د خیر پر غونډۍ ناست ننداره او پر دواړو لورو یې وسلې پلورلې او د جګړې زیان یې ونه لېده، ددې ترڅنګ ځينې نور لاملونه یې په لاندې ډول دي:

۱: د امریکا متحده ایالات د لومړۍ نړیوالې جګړې له اصلي ډګر څخه ډېر لرې و او زیان يې ونه لېد او په امن کې پاتې شو.

۲: د امریکا متحده ایالاتو د جګړې په لومړیو کلونو کې دواړه لوریو ته وسله او نظامي تجهیزات برابرول، چې له امله یې جنګې صنعت پرمختګ وکړ او وروسته یې وسله او تجهیزات متفقینو ته صادرول چې دې کار د امریکا د اقتصاد پر پیاوړتیا او پرمختګ کې ځانګړې اغیزه درلوده.

۳: د جګړې په جریان کې د امریکا دولت فرانسې، انګلستان او ایټالیې ته دوه میلیارده ډالر پور ور کړ او دا ملتونه اړ وو چې تر جګړې وروسته پور بېرته امریکې ته ورکړي، نو؛ امریکا ۲۰ سلنې په تخفیف سره وتوانېده چې خپل پور بېرته ترلاسه کړي، د دې پور ترلاسه کول، د امریکا په اقتصاد کې اساسي رول دررلوده.

۴: تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ د اقتصاد محور له اروپا څخه امریکا ته انتقال شو او د نړۍ لوی پانګوال هېواد وګرځېده.

۵: صنعت د ماشیني کېدو سره د امریکا اقتصاد نور هم پياوړی شو. او ماشیني صنعت حلقوي شکل درلود او د هر ماشین تر شاه یو کارګر موجود ؤ.۱۸۹۹- ۱۹۲۵ پورې د امریکا تولیدي کارګرو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شو، د امریکا د صنعتي ماشینې پراختیا د دې لامل شوه، چې د امریکا یو کارګر د بل هېواد له ۳۶ کارګرو په اندازه کاروکړي، حال دا چې د انګلستان یو کارګر د ۱۷ کارګرو او المان د ۱۲ کارګرو فرانسې د ۱۱ کارګرو پرځای د کارکولو وړتیا لرله۱

د سعودي تیل او د امریکا مزې:
بوش او سعود د نړۍ دوه قوي کورنۍ دي او ترمنځ يې ژورې شخصي، سوداګریزې او سیاسي اړیکې له نږدې شلو کلونو راهیسې روانې دي سعودي په خصوصي سکتور کې له هارکن انرجي شرکت سره ډېره مرسته کوي او په دې کې جورج ډبلیو بوش هم پانګونه کړې ده، بله دا چې د امریکا په بانکونو کې د عربو پرتې پیسې شتون لري چې د امریکا اقتصاد یې په نړۍ کې ځلېدلي ساتلی، که عربان یې بېرته واخلي ؛ نو امریکې نه به ۱۹۲۹ م کال اقتصادي بحران هېر شي، همدارنګه د امریکې لپاره سعودي عربستان ډېر مهم دی چې د تیلو ګټې یې همېش خزانې ته ور روانې دي، د تیلو په بدل کې بیا واشنګټن له سعودي سره د ټکنالوجۍ، پوځي وسایلو او په پوځي روزنه کې مرستې کوي، سعودي په دوو دلیلونو سره، د امریکې سره د تیلو مرستې کوي:

لومړی: د اړتیا پر مهال د سعود کورنۍ د تل لپاره په عربستان واکمني وکړي،
دوهم: د سعودي ستراتیژیک کمی له ایران، شام، عراق او اسرایلو خطر دا ټول هغه لاملونه وو چې سعودي یې دې سودا ته چمتو کړه.

او بیا ځینې شتمن عربان په امریکا او اروپا کې سیلونه کوي او د هغه ځایونو په مشهورو پوهنتونو کې زده کړي کوي، د ژوند د لا ښه سهولت لپاره ښه کورونه او ګران بیه موټرونه اخلي. چې د عربو دا کارونه خپله د مقابل لورې اقتصاد ښه کولی شي، د منځني ختیځ د انستیتوت یو کدر او پخوانی خبریال توماس والټرلپ د دې سودا په اړه ویلي وو چې د سعودي شتمنې به د امریکا په اقتصاد کې دورې وهي۲

د امریکا ګتې له نشه یې توکو څخه!
په اوسني عصر کې، د اقتصاد په برخه کې تیل، وسلې او د مخدره توکو قاچاق ښه عاید لرلی شي چې امریکې دا لاره هم خپله کړې او تر خپل اندازې زیات زحمت پرې وباسي، او د ننۍ اقتصاد د پیاوړتیا عمده برخې هم دي، ویل کیږي
(( په نړۍ کې چې د سګرټو جوړولو څومره شرکتونه دي، د هغې له جملې څخه زیاتره په امریکا کې دي، چې د نړۍ د هر یو کس په نسبت درې سګرټه جوړوي چې 10.8 میلیارده سګرټ کېږي، چې یوازې د امریکا د سګرټو شمېر د ټولې نړۍ وژنې لپاره کافي ده. په مصر کې خلک هر کال نهه سوه میلیارده سګرټ څښې، همدارنګه په سعودي عربستان کې هر کال شپږ میلیارده سګرټ استعمالیږي، چې یوازې له دې هېوادو څخه امریکا ته دوه میلیارده ډالر په لاس ورځي))۳

فکر وکړۍ امریکا يواځې د سګرټو څخه دوه میلیارده ډالر لاسته راوړي، چې نور به څومره ښه او بد کارونه کوي.

(( همدارنګه ((چاسودوفسکي)) یوه اقتصاد پوه دی! هغه وایې، کله چې امریکایې ځواکونه افغانستان ته ورننوتل نو، د تریاکو د تولید کچه په تاریخ کې تر 90 سلنه، لوړه شوه آن تر دې چې 180 ټنو ته ورسېده))۴ همدا امریکا ظاهرا د مخدره موادو خلاف نارې وهي خو په پټه یې د خپل اقتصاد ډګر پرې ګرم ساتلی، ریښتیا هم څوک پوهیږي کله چې د دوی جنګي الوتکې، یا نورې د هېواد له میدانونو او نورو ځایونو پرواز کوي، آیا څوک شته چې تلاشي یې کړي؟ او یا یې وڅاري تر څو د هېواد ملي شتمني لوټ نه کړي او هغې ته زیان ونه رسوي؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذونه:
۱: امله وال/ شیر علم امله وال/ د نړۍ لنډ سیاسي تاریخ/ د چاپ کال: ۱۳۹۳ ل/مومند خپروندویه/ ص: ۳۷۱-۳۷۶
۲: پرکنز/ جان پرکنز/ اقتصادي ترهګري/ ژباړن: میر احمد یاد/چاپ: ۱۳۹۵ / مومند خپروندویه ص: ۱۳۹ – ۱۶۱
۳: شمسي/الشیخ حسان شمسي/ ځوانانو سره د راز خبرې/ ژباړن: شاهد عمران/ ص: ۵۷
۴: اخبار: ویسا/ کال:۱۳۹۸میاشت: کب/ نيټه ۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

به نظر من که چرا امریکا اقتصاد امریکا از بین نمیرود دو علت دارد. علت اولی و اصلی اینست که خداوند جل جلا له اراده اش همین است که اقتصاد امریکا الی وقتی که او خواسته به همین شکل بماند و علت زمینی آن اینست بخاطر تداوم اقتصاد خود به هیچ اصل پابند نیستند،اقتصاد شان باید از پا نیفتاد اگر که ملت ها از بین میروند به تجارت تریاک یا اسلحه ویا همه تجارت های ناجایز که سبب از بین رفتن انسانها در روی زمین میشود به آنها مهم نیست مهم بقای نظام شیطانی(اقتصادی سیاسی و اجتماعی) شان است که… نور لوستل »

طاهر ثابت

هغه چه لیکونکی ندی لیکلی هغه دا دی چی په امریکا باندی څوک نظارت نکوی او یا یی کولی نسی. دهغوی اقتصادی امار جعلی او دډالر چاپول بی پشتوانی دی. دهغوی قرض دیوکالنی ملی درامد څخه جګ مګر څوک سر نه پسی ګرځوی. هغوی دخیر اخلاقی درآمد او دلس فیصدی عاید په نظر کی نیسی. هر خطر په زور لیری کوی او دعدالت پاپند ندی.

ُطاهر

د امریکا د اقتصاد د ښه والی دو عمده دلیلونه دی: ۱- تکنالوجیګ اختراعات او تولید ۲- په دنیا د ډالر چلول منل او د ساتلو لپاره د دنیا بانکی سیستم په لاس کی نیول. موږ به کار کو او جنس به تولیدوی او دوی کاغی ډالر چاپوی او زمونږ حقیقی اجناس او کار اخلی. نو دا پدی معنا ده چی موږ د دنیا ټول خلک د امریکا اقتصاد ته پیسی ورکوو خکه هر تجارت په ډالر کوو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x