
افغانستان
بدخشان کې پر مظاهره چیانو د پولیسو ډزو کې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد کې پولیسو په مظاهره کوونکو ډزې کړي، چې له امله یې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د فیض آباد سلګونو اوسېدونکو په دې ولایت کې د نا امنۍ، د څښاک اوبو او برېښنا دنشتوالي له کبله لاریون کړی وو، چې د بدخشان د والي زکریا سودا ساتونکو لخوا ورباندې ډزې شوي.
لومړني معلومات ښيي چې په دغه پېښه کې ۳ تنه مظاهره چیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
ویل کیږي چې پولیسو دغه ډزې د والي په مستقیم امر ترسره کړي؛ خو د والي ویاند تراوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.