نظــر

طالبان په منظم ځواک د بدليدو په حال کې

فاتح افغان

په دې وروستيو کې طالبانو د اعداد الجهاد او فاتح ځواک تر نومونو لاندې د خپلو جنګياليو د پوځي تمريناتو او رسم ګذشت دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.

په ويډيويې کليپونو کې ليدل کيږي چې طالبان په عالي نظم او دسپلين رسم ګذشت او په خورا سرعت او چټکتيا سره جګړييز مهارتونه او مانورونه ترسره کوي.

سره له دې چې په رسمي توګه طالبانو خپل پوځ نه ده اعلان کړی خو په فلم کې د
طالب مشرانو له پيغامونو څخه داسې جوتيږي چې طالبان په نيرو سازۍ او پوځ جوړونه بوخت دي او له دې کار څخه په هيڅ صورت تيريدونکي نه دي.

ډيرو ته شايد دا خبره مستبعده ښکاره شي اما دا اوس يو حقيقت دی چې طالبانو په منظم ځواک د بدليدو لپاره ډير مزل وهلی او ډيره کمه لاره ورته پاتې ده.

تيرو شلو کلونو ثابته کړه چې طالب جنګيالي مسلکي، زړور، مبتکر او نخبه ځواکونه دي، طالبان په تيره شل کلنه جګړه کې ښه پاخه شول، د التدريب العنيف له مرحلې په عملي توګه بريالي راووتل، او اوس دوی د دې جوګه دي چې له هر ډول ستونزمنو او سختو حالاتو سره مقابله وکړي.

طالبان د مختلفو تخصصاتو او مهارتونو او عسکري تشکيلات لري چې د روزنې کچه يې ډيره لوړه ده، چې په کنډکونو، دلګيو، قطعو او ګروپونو ويشل شوي.

په طالب ځواکونو کې د فدايانو او استشهاديانو شتون د دې ځواک بله ځانګړنه ده چې په بل هيڅ ځواک کې شتون نلري، موږ وليدل چې په تيرو شلو کلونو کې ډيرو کمو طالب فدايانو د ناټو، امريکا او داخلي ځواکونو په سترو قرارګاوو ورننوتل، په ساعتو ساعتو يې مقاومت ته دوام ورکړ، او دښمن ته يې ستر ځاني او مالي زيانونه واړول.

سره له دې چې د طالب ځواکونو شمير طالبانو په رسمي ډول نه دی اعلان کړی خو داسې اټکل کيږي چې شمير يې زرهاوو ته رسيږي.

د طالبانو پوځي ځواک مختلفې څانګې لري لکه توپچي، پياده، دفاع هوا، هوايي ځواک او داسې نور، طالبانو په خپلو پوځي تشکيلاتو کې تخنيک او پوځي صنعت، استخباراتو، اعداد او معسکراتو ته مستقلې اداري واحدونه او کميسيونونه تشکيل کړي دي.

سره له دې چې طالبان ډير جګړييز توکي په خپله چمتو کوي ورکشاپونه لري وسلې ترميموي خو د کار پوهانو په اند طالبان په دې برخه کې لازياتو هلو ځلو ته اړتيا لري ترڅو په کامله توګه په ځان بسيا شي او داسې ابتکارات وکړي چې د جنګ معادله بدله کړي او تر غوڅ بري يې ورسوي.

د قرآني تعليماتو پر اساس په مسلمانانو باندې په جګړه او سوله دواړو کې اعداد ته پوره پاملرنه لازمه ده، د پوځي کار پوهانو په اند د جهادي ځواک د لا تقويې لپاره طالبانو ته لانديني اقدامات ترسره کول لازم دي:

• لا زیات بشري ځواک په ځانګړې توګه ځوانان راجلبول، جذبول، او د ساتنې لپاره يې عقيدوي، فقهي، علمي، بدني او فکري روزنه ورکول.

• په جهادي ليکو کې نظم، دسيپلين ته لا زياته پاملرنه.

• د روسي ښکيلاک پر ضد جنګيدلي مسلکي جهادي کدرونه راټولول او په جهادي صف کې ورته د خدمت زمينه سازي کول.

• د پوځي روزنې کچه لوړول، د پوځي روزنتونونو او معسکراتو د نصاب وخت پر وخت آپډيټ، دغو مرکزونو ته نوي وسائل او وسلې رسول، او د افرادو د وړتياوو او تجربو د لوړاوي لپاره کار کول.

• د حربي او پوځي مهارتونو د لوړلولو لپاره د هر ډول اسبابو، وسلو او د ټولو هغو وسايلو پېرل چې د اعداد پر مهال ورته اړتيا پيښيږي، ترڅو ځوانان په تمريناتو او مانورونو کې ښه وړتيا وښيي.

• قرآني نصوص اشاره کوي چې په اعداد باندې په پوره سخاوت سره انفاق او مال مصرفول پکار دي، په اعداد مصرف شوی مال لکه څرنګه چې عند الله ضائع نه دی په دنيا کې يې هم عاجله ګټه مسلمانانو ته رسيږي، په دې برخه کې بخل او کنجوسي ناوړه عواقب لري.

• د سخاوتمندانه مصارفو ترڅنګ طالبانو ته لازمه لازمه ده خپل افراد په جفا کشی روږدي کړي چې د هرډول ستونزمنو حالاتو مقابله وکړی شي، له اندازې زياته ترفه له عسکري ژوند سره سراسر منافي ده.

• په مختلفو تخصصاتو او څانګو کې د علمي پوځي څيړنو لپاره د مراکزو تأسيس.

• د پوځي اعداد په ټولو برخو کې کار اهل او داسې مسلکي کسانو ته سپارل چې د مسلکي توب له پلوه په ټولو معيارونو پوره او برابر وي.

په پای کې يو ځل بيا يادونه کوو چې طالبان د منظم ځواک جوړولو د لارې مدارج په سرعت سره طی کوي ځکه هر مشر او کشر طالب دا درک کړې چې همدا ځواک جوړونه د نننيو چيلنجونو او راتلونکو ګواښونو سره د ډغرې وهلو يوازينۍ لار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x