نړۍ

سعودي حکومت:دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۳) دسعودي حکومت دخاص فرمان له مخي ټولی پاکستاني ښځینه حاجیاني سږ کال دخاصو عبایو له اغوستلو څخه بغیر حج نه شي اداکولای.

دسعودي حکومت له لوري دپاکستان ملکي هوانوردي شرکت ته خبرورکول شوی دي، چي ټولي هغه ښځینه حاجیاني چي دحج دمراسمو لپاره انتخاب شوی خاصي عبایی یی نه وي په تن په الوتکو کی دسفرکولو اجازه ورنکړي.

سرچیني وایی سعودي چارواکو خبرورکړی دي، وایی هرهغه ملکی اوشخصي هوایی شرکت چي پاکستاني ښځینه حاجیاني بغیرله عبایی(برقي) څخه سعودی عرب ته لیږدوي ۵۰۰۰ زره سعودي ریاله به جرمانه شي، اوله دی سره سره به یی دحاجیانو دوړولو اوراوړلو خدمت هم معطله شي.

دغه قدم له هغه څخه وروسته واخیستل شو، کله چی تیره ورځ  په یوه پاکستاني پرواز کی ښځینه حاجیاني له عبایاوو (برقو) څخه بغیر وسعودي عرب ته لیږدول شوی وي، سعودی چارواکو په کلکه له پاکستاني حکومت څخه غوښتی دي چي دښځینه حاجیانو لپاره دحج دمراسمو دخاصو جامو ددرلودلو اوپه تن کولو باندي سخت ټیګاروکړي.

بخت الرحمن بخت        (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x