افغانستان

خوست کې د دولتي عسکرو توپچي برید د یوې کورنۍ ۶ غړي «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي «شهیدان» شوي دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تیره ورځ نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دا پېښه دوه ورځې مخکې د موسی خیلو ولسوالۍ په «زوړ کوټ» سیمه کې رامنځته شوې؛ خو دولتي چارواکو تراوسه د پېښې په هکله څیړنې نه دي کړي.

د سرچینې په خبره د روانې اونۍ پیل(شنبې) په ورځ دولتي عسکرو د زوړکوټ «لادر» سیمه باندې د هاوانونو مرمۍ توغولي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي «شهیدان» شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د کومې له امله چې ملکي مرګ ژوبله او مالي زیانونه د بل هر وخت په پرتله زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x