نظــر

عمرزی صاحب هم له دې نړۍ وکوچېد

نن ټکی اسيا

مرګ حق دی او موږ په دې ايمان او يقين لرو چې خامخا به  هر ژوندی موجود د مرګي ترخه پياله څښي. په نوره نړۍ کې خلک د انسانانو د ژوند  اوسط ته (۶۰-۸۰) کاله ګوري او بيا يې په اړه د مرګ فکر کوي خو افغانستان بياهغه هيواد دی چې هره ورځ په کې لښکر لښکر ځوانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي چې دا ځل په دې کاروان کې اروښاد مصطفی عمرزي صاحب هم د عقبی د سفر  ابدي مسافر شو او د کرونا وبا له امله يې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

انا لله وانا اليه راجعون

ځوانيمرګ مصطفی عمرزی د يو ويښ او خوځنده قلم څښتن و او د ژوند تر وروستيو ورځو يې په  ګڼ شمير علمي، تاريخي، سياسي او ټولنيزو موضوعاتو  مقالې ليکلې وې او ددې ترڅنګ يې  د (معرفی کتاب) تر سرليک لاندې ګڼ شمير علمي، سياسي، ټولنيز او ادبي کتابونه د کتاب مينه والو ته ورپېژندلي وو.

ارواښاد عمرزي په نسبتاً کم  عمر کې ډېر کار کړی و او هغه څوک چې د عمرزي صاحب له ليکنو سره اشنا وي ؛ فکر کوي چې نوموړی به نسبتاً مشر سړی وي او له ليکنو څخه د هغه پوهه، ځراکت او قلمي قوت له ورايه ښکاري.

مرحوم پخپلو ليکنو کې د ملي او کلتوري ارزښتونو کلک مدافع و او همدا راز يې د هيواد داخلي او بهرنيو دښمنانو سره د کرکې او نفرت څرګندونه کوله.

که څه هم نوموړي په دري ژبه ليکل کول خو له دومره قلمي بلاغت او فصاحت او لوړ ادبي قوت څخه برخمن و چې خپل پيغام يې په ډېر ښه او په زړه پورې توګه لوستونکو ته وړاندې کاوه چې له دري ژبې سره ډېر کم نااشنا خلکو به يې هم له ليکنو ښه استفاده کولی شوای.

د مرحوم عمرزي ليکنې  په بېلابيلو ويب پاڼو کې خپرې شوې وې او تر لوستونکو رسېدلې وې، نن ټکي اسيا سره يې هم دوامداره ليکنيزه همکاري درلوده او  د نن ټکي اسيا ارشيف د نوموړي په بيلابېلو ليکنو بډای دی.

د نن ټکي اسيا مديريت اوژورناليستکي کورنۍ د اروښاد عمرزي په ناڅاپي مړينه د ژور خفګان څرګندونه کوي او  مړينه يې د ټول افغانستان لپاره يوه ستره علمي او ادبي ضايعه بولي، د مرحوم له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شريک بولي.
الله دې يې جنت الفردوس نصيب کړي.

امين
د نن ټکي اسيا مديريت

په نن ټکي اسيا کې د ارواښاد مصطفی عمرزي ليکنې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرووف لیوال

مرثیه درسوگ مصطفی یاران امروزغوغا برپاکرد کرونا زماگرفت عمرزی راکه کردارش بودچومصطفی متخلص به عمرزی ، زنژاد آریا متعلق به خانواده ی صافی جنرال سعدالله بود عضو فامیل ارکانحرب محمد جان فنا عمرش سی وهشت،لیک مملوازدستآوردها اوبرجاگذاشت ازخود آثاری پُربها تحریرکتاب هفتادوهزارداشت مقاله ی پُرمحتوا درتحریر(دانشنامه افغان)داشت یدطولا چون درخت پُرثمرزتواضع برززمین کارش بود،مطالعه وتحقیق ،روزوشبها درزندگی اش،نه شُگفته بود چند گلی از صدها آرمان به دل ، جوان مُرد، رفت به دارالبقا گلهای زنده گی اش درعنفوان شباب پرپرشد نبوغ واستعدادش ، غناداشت چون انسکلوپیدا درعالم تنهایی ، روزگاروستم بااوکردجفا ماافغانها امیات را می پرستیم آن گُهررانه یاری ونه یاد… نور لوستل »

ګل احمد

الله تعا لی دي مغفرت او فضل پر وکړي. ښه لیکوال وو. د عمرزي صاحب تخصص په دې کي وو چي ده په پاړسي ژبه پښتو لیکل حال دا چي پاړسي ادبیات، د لغاتونو زخیره، ګرامر سیاق و سباق هیڅ د پښتني طبیعت سره اړخ نه لګوي. پښتني احساسات په پاړسي کلام کي رانغښتل داسي دي لکه څوک چي د بحر مست موجونه په کوزه کي ځای کړي. خو ده بیا هم په پاړسي ژبه پښتو لیکل.

غوربندي

الله تعالی دې پرې ورحمیژي،، مرحوم عمرزي صاحب ته جنت فردوس او کورنی ته یې جمیل صبر غواړم.

عبدالرووف لیوال

سلام اوبخښنه ! مرثیه شعردتخنیکی ستونزوله امله په نثرمسجع اوړیدلی دی – معذرت مو ومنی

نن ټکی آسیا

# اداره: وعلیکم السلام.. که د تبصرې په پای کې «نور لوستل» لینک ووهئ، پوره تبصره به په سمه توګه درته ښکاره شي. مننه

عبدالرووف لیوال

ډیره مننه ! کورموودان

داکتر محمد داود جلال

بسم الله الرحمن الرحیم انا لله و انا الیه راجعون همدا اوس می دغه ډیر خواشینوونکی خبر می ولوست، ډیر خپه شولم. الله تعالی یي جنت الفردوس ورنصیب کړي. واقعا چی په ورستی کلونو کی چی زمونږ پاکی خاوری د پلیدو نظامی او کلتوری غربی او شرقی اشغالګرانو یرغل لاندی وو او لا تراوسه هم دي، ښاغلی مصطفی عمرزی رحمه الله غوندی ویښ، عزتمند او زړه ور لیکوالان داسی ضروری وو اودي لکه زهرخوړلی لپاره نوشدارو!!! خدای تعالی ته شکرګزار یم چی د هفه په حیات کی من هم د هغه د قدر وړ فرهنګی او ملی جد وجهد ستاینه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x