افغانستان

غزني: طالبانو د جغتو ولسوالۍ نیولې او د مقر ولسوالۍ مرکز ته د پرمختګ په حال کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې طالبانو نن د سه شنبې په ورځ د جغتو ولسوالۍ مرکز هم نیولی او د مقر ولسوالۍ د مرکز لور ته د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د جغتو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي امنیت د دفتر په ګډون یې ۶ دفاعي پوستې نیولي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې هم «ولجه» کړي دي.

مجاهد دغه راز تیره شپه د مقر ولسوالۍ په «میرزاخیلو»، «خلیج» او «کمپنۍ» سیمو کې د درې امنیتي پوستو د نیولو پرمهال د ۹ دولتي عسکرو د وژلو خبر هم ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي، په یادو پوستو کې یې په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د غزني ولایت «آب بند» ولسوالۍ هم په بشپړه توګه نیولې وه.

ددې ترڅنګ به شمالي ولایت فریاب کې هم طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ مرکز نیولی او په لسګونه عسکر ورته تسلیم شوی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x